1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: نظارتي جرګه ګۍ ته به حاضره سم

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمه انګيلا مېرکل نظارتي جرګه ګي ته د امريکا متحدو ايالاتو د ملي امنيت ادارې له خوا د لټول سوو لغتونه ليست وړاندي کول په پام کي نه لري.

https://p.dw.com/p/1FKnG
انځور: Reuters/H. Hanschke
د آلمان د قوانينو او اداري جوړښتونو له مخي د دغه هيواد د استخباراتي ادارو د نظارت دنده د آلمان د لومړي وزارت د دفتر پر غاړه ده. په دې توګه نو د حکومتي وزير تر څنګ پخپله د کابيني رئيس لومړی وزير يا وزيره د دغه نظارت مسئوليت لري.
په رسنيو کي د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې پر ضد د نوو تورونو تر رابرسېره کېدو وروسته اوس د آلمان لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل هم تر فشار لاندي ده، ځکه دا د يادي استخباراتي ادارې د نظارت مسئوليت لري.
د آلمان د پلټونکو رسنيو یوې ډلي داسي معلومات خپاره کړل چي ګواکي BND د امريکا د متحدو ايالاتو د امنيتي ادارې سره مرسته کړې ده چي د اروپايي اتحاديې د کمېسيون د سياستوالو او په همدې ډول د نورو تر څنګ د فرانسې د ولسمشرۍ د دفتر څارنه وکړي.

د دغو تورونو له مخي چي لا ثابت سوي نه دي، د آلمان يادي استخباراتي ادارې د خپلو اروپايي ملګرو تر څنګ د اروپايي تجارتي شرکتونو څارنه هم کړې او معلومات يې له NSA سره شريک کړي دي.

«د ملګرو جاسوسي»

اوس د انګېلا مېرکل يوه خپله جمله د هغې له پاره د فشار باعث ګرځېدلې ده. کله چي تقريبا دوه کاله تر مخه د NSA پخواني همکار اېدورد سنودن ادعا وکړه چي د امريکا يادي استخباراتي ادارې د نورو نړيوالو مشرانو او سياستوالو تر څنګ د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل تليفوني تماسونه هم څارلي دي، نو مېرکل ويلي ول: «د ملګرو تر منځ يو د بل څارنه او جاسوسي بايد هيڅ نه وي.»

د NDR، WDR او «زيوډ ډويچه څايټونګ» آلماني رسنيو پلټونکي مشترکي ډلې په خپل يو راپور کي ليکلي ول چي BND و NSA ته اجازه ورکړې وه، چي د اليکترونيکي لټون لغتونو له لاري د معلوماتو د هغي ځېرمي څخه معلومات تر لاسه کړي چي د آلمان استخباراتي ادارې جوړه کړې ده.

د آلمان ياده استخباراتي اداره د آلمان د بايرن ايالت د باډ آی بلينګ په ښار کي د ستلايتونو او مخابراتي تماسونو د اورېدو او څارلو مرکز لري. تور لګول کيږي چي BND د دغه مرکز د معلوماتو د اليکترونيکي زيرمي څخه و BND ته د پوښتنه کولو امکانات برابر کړي ول.

د تور له مخي د يادي اليکترونکي معلوماتي ځېرمي څخه د لټون د کليمو يا search words په مرسته معلومات اخيستل سوي دي. د لټون د کليمو دغه ليست چي په مرسته يې NSA د ادعا له مخي غوښتل د BND څخه معلومات واخلي، د آلمان د دغې استخباراتي ادارې سره موجود دي، خو په لوړه کچه محرم درجه بندي سوی دی.
د بايرن په باډ آی بلينګ کي د BND د مخابراتي تماسونو د څارنو مرکز
د بايرن په باډ آی بلينګ کي د BND د مخابراتي تماسونو د څارنو مرکزانځور: picture-alliance/dpa

د لټول سوو لغتونو ليست

د آلمان د مرکزي فډرالي شورا بُنډسټاګ هغه جرګه ګۍ چي د استخباراتو د کارونو د نظارت دنده پر غاړه لري، ځينو غړو يې د آلمان د حکومت څخه غوښتي چي د لټون لغتونو ليست دي ورته وړاندي کړي.

د آلمان لومړۍ وزيره تر ډېر وخت پوري د دغي موضوع په تړاو خاموشه وه، خو اوس يې ويلي دي چي چمتو ده چي د څار د جرګې مخي ته حاضره سي او د سوالونو جوابونه يې ووايي.

خو مېرکل دا هم ويلي دي چي د لټون هغه ليست چي غوښتنه يې کيږي، هغه به ونه سپارل سي. دا د هغه باوجوده چي د پارلمان ياده جرګه ګۍ د پټو دروازو تر شا غونډي کوي او غړي يې د معلوماتو په محرم ساتلو مکلف دي.

مېرکل له هغه وروسته لا زياته تر فشار لاندي راغله، چي د آلمان د ائتلافي حکومت د سوسيال ديموکرات ګوند رئيس او د اقتصاد وزير زيګمار ګابريل وويل چي مېرکل ورته په دوو بيلو مواردو کي د پوښتني په جواب کي ډاډ ورکړی چي BND د NSA سره د اروپايي تجارتي شرکتونو په څارنه کي کومک نه دی کړی.

اوس که دا تور ثابت سي چي BND دغه کار کړی، نو د مېرکل خبره به ناسمه ثابته سي. دا ښايي پر مېرکل فشار لا زيات کړي.