1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل په يو څلور ورځني سفر هند ته تللې ده

۱۳۸۶ آبان ۷, دوشنبه

د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل د دېرش تنو اقتصادي کارپوهانو او 110 تنو څېړونکو او د مرستندويو ټولنو د کارکوونکو په بدرگه هند ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/DKH8
مېرکل د هانوور په نندارتون کې له هندي نڅاگرو سره
مېرکل د هانوور په نندارتون کې له هندي نڅاگرو سرهانځور: AP
مېرمن مېرکل تر سفر وړاندې اعلان کړی و چې د ليدنو کتنو موخه د نويو اقتصادي اړيکو تړل او د څېړنو او علم په برخه کې د همکاريو پياوړي کول دي. د آلمان د صنعت د آسيا او پاسيفيک د پلاوي مشر ښاغلي يورگن هامبرېخت وويل چې د آلمان اقتصادي تسدۍ دا هيله لري چې له هند سره به تجارت او سوداگري پسې زياته شي. هند تر جاپان او چين وروسته د آسيا درېيم اقتصادي ځواک دی. د آلمان د اقتصاد د همکارو هېوادونو په لړ کې 29 مقام لري.