1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م او افريقايي اتحاديه غواړي د سوډان يوالی خوندي وساتل سي

۱۳۸۸ بهمن ۱۱, یکشنبه

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون په سودان کي د ملي يو والي لپاره غږ وکړ او په عين وخت کي يي په سوماليا کي د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو خوندي کول له احتمال څخه ليري وګنل...

https://p.dw.com/p/LnzV
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: picture-alliance/ dpa

افريقايي مشران د حبشي په پلازمينه، اديس ابا با کي رسما د معلوماتو د تخنيکي وسايلو په هکله سره د خبرو لپاره سر ټوليږي، خو په سوماليا کي ناکراري او دا خطر چي د سودان جنوب به له دغه هيواد د جلا کيدو اقدام وکړي، د دغي سر مشرايزي اصلي اجندا تر سيوري لاندي نيولي ده.

د ملګرو ملتو عمومي منشي وويل چي راتلونکي 12 مياشتي د سودان لپاره خورا مهمي دي، ځکه د اپريل په مياشت کي عام انتخابات په پام کي دي. په دغه ناکرار افريقايي هيواد کي له 1986 کال څخه را په دي خوا دا لومړي ځل دي چي څو ګونديز ټاکني به په لاري واچولي او سر بيره پر دي د راتلونکي ميلادي کال د جنوري په مياشت کي د دسودان د خپلواکي په هکله يوه ټول پوښتنه هم په لاره اچوله کيږي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي له نړيوالو رسنيو سره په يو مرکه کي وويل چي ملګري ملتونه او د افريقا اتحاديه دنده لري تر څو په سودان کي د يو والي د ساتلو لپاره ګډه کار وکړي او د دي مخه ونيسي چي د سودان جنوب له دغه هيواد څخه جلا شي.

بان وويل، دا چي د دغه ټول پوښني نتيجه به څه رامنځ ته شي وي، سمدلاسه وړاندي وينه يي سخته ده ، هغه ، خو مونږ بايد همدا اوس فکر وکړو چي څرنګه لاس راغلي نتيجي لپلاره بندوبست وشي. دا نتيجه د سودان لپاره ديره مهمه ده، خو د سيمي لپاره هم.»بان وويل : مونږ به ډيره هڅه وکړو چي سودان سره ټوتي نه شي»

د سودان شمال چي ډيري اوسيدونکي مسلمانان او جنوب چي ډيري مسيحيان دي خپله کورني جګړه د 2005 کال په جنوري کي پاتي ته ورسوله.

د شمال او جنوب تر منځ د تړون له مخي ، جنوب کي يو ډول خپلواکمن حکومت جوړ شو او سږ کال د اپريل د مياشتي لپاره د جمهوري رياست او د پارلمان لپاره ټاکني او په راتلونکي جنوري کي د سودان د يووالي يا خپلواکي په هکله د يوي ټول پوښتني لپاره لاره اواره شوه

د سودان جمهور رييس عم رالبشير ويلي دي چي، دي به د ټول پوښټني نتيجه هر څه چي وي ، ومني، حتي که چيري جنوب د بيلتون پريکړه هم وکړي. هغه وويل: په دي صورت کي به هغه د سودان جنوب د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت وپيژني. خو هغه د عالادنه او شفاف ټول پوښتني لپاه غوښتنه وکړه. ملګري ملتونه او د افريقا اتحاديه نه غواړي چي سودان سره ټوټي شي، هغيو هڅه کوي سودان يو واحد دولت او هيواد پّ توګه پاتي شي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي د خپلو تبصرو په ترڅ کي دا هم وويل چي په سوماليا کي تر هغه پوري چي کورني جګړه پاي نه ونه رسيږي، د ملګرو ملتو سوله ﺉاتي ځواکونه به هلته وا نه استول شي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل