1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: ایران باید ټول سیاسي بندیان آزاد کړي

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي استازي د ایران پر حکومت غږ کړی دئ چې ټول هغه کسان چې په سیاسي تورونو او یا د خپلو افکارو په خاطر بندیان شوي دي، آزاد کړی.

https://p.dw.com/p/14I5G
انځور: AP

په سویس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په مقر کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي احمد شهید، د یوه ۳۶ پاڼه لرونکي رپوټ په ترڅ کې په ایران کې د بشري حقونو وضعیت ډیر ناخوالی ښودلی دئ. هغه ویلي دي چې په دغه هیواد کې «د بشري حقونو اصول چی په نړیوال قانون کې ئې ضمانت شوی دئ تر پښو لاندي کیږي.»

د نوبل د سولي د جایزي ګټونکي او د بشری حقونو مبارزي شیرین عبادي، د نوموړي رپوټ په هکله نړیوالو آژانسونو ته ویلي دي: «د ملګرو ملتونو د ځانکړي استازي دغه رپوټ د ایران د خلکو له پاره ډیر مهم دئ. دا رپوټ ثابتوي چي په ایران کي د خلکو پر بشري حقونو باندي تیری کیږي.»

عبادي زیاته کړې ده چې دغه رپوټ له دې لحاظه هم اهمیت لري چې د نړیوالي ټولني د یو خپلواک ارګان له خوا پکښي د خلکو پر نظریاتو باندي غور شوی دئ او په یو رپوټ کې ورته ځای ورکړل شوی دئ.

ایراني چارواکو احمد شهید ته د تیر میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې اجازه ور نه کړه چې ایران ته سفر وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي ته هغه په خپل رپوټ کې وویل چې لږ تر لږه په ۵۸ پېښو کې ایراني چارواکي په دې تورن شوي دي چې «پر بشري حقونو ئې تیری کړی دئ.» ایران د دغه رپوټ پر وړاندي سخت غبرګون ښودلی دئ او د هغه د معلوماتو سرچینې او اعتبار ئې تر پوښتني لاندي راوستی دئ.

د جنوري په میاشت کې د ملګروملتو د ځانکړي استازي رپوټ ایران ته د غور له پاره واستول شو، خو ایراني چارواکو د دې پر ځای چې په رپوټ کې د یاد شوو پېښو په هکله څیړني وکړي، احمد شهید ئې په درغلیو تورن کړ او ویویل چې راټول شوي معلومات ئې هیڅ «رښتینوالی» نه لري.

د ملګرو ملتو په رپوت کې ویل شوي دي چې په ایران کې د اعدامونو شمیر زیات شوی دئ. د رپوټ په حواله په ۲۰۰۳ کال کې په ایران کې د اعدام پېښي له سلو څخه کمي وې خو په ۲۰۱۱ کال کی د هغو شمیر له ۶۷۰ څخه هم لوړ دئ.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا به د مارچ په ۲۲ نیټه پریکړه وکړي چې ایران ته د خپل ځانگړي استازي ماموریت د بل کال له پاره هم تمدید کړي او که نه.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش