1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: د سیمه ایزو پولیسو په لیکو کي پر ماشومانو تیری کیږي

۱۳۸۹ بهمن ۲, شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري څانګې یو راپور کاږي چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې کم عمرې ماشوم د سیمیزو پولیسو په لیکو کې په دندو ګمارل سوي دي.

https://p.dw.com/p/QuVZ
انځور: AP

په راپور کې له دغو ماشومانو څخه جنسي کار اخیستلو ته اشاره سوي او پر افغان دولت او ناټو غږ سوی چې د دغه بحران مخه ونیسي. د ملګرو ملتونو د بشرې څانګې د راپور ورکولو برخې ( ایرن) له کم عمره ماشومانو څخه د سیمزو پولیسو پر لیکو کې جنسې ګټه اخیستنه یوه جدې ستونزه بولي.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې د وسله والو له لوري د کم سنو ماشومانو د جنسې کار اخیستلو ډیری پیښې د ملک په هغو سیمو کې رامنځ ته کیږي په کومو کې چې د حکومت ولکه ډیره کمزوري ده. د بشر د حقونو مدافع ډلو له ناټو او افغان دولت څخه غوښتي چې د دغسې ستونزو د رامنځ ته کیدو څخه د مخنیوي لپاره د وسله والو چریکانو پر ځای پر افغان ملي پولیسو او ملي اردو پانګونه وکړي.

افغان دولت تیر کال د امریکایې مشاورنیو په همکارۍ د زور پالو د بغاوت د کرارولو لپاره د سیمزو پولیسو په رامنځ ته کولو پیل کړل. خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري وایې چې دوي د سیمیزو پولیسو د ګمارلو لپاره یو لړ معیارونه لري او هغه کسان د محلي پولیسو لیکو ته مني چې عمرونه یې تر ۱۷ کالو کم نه وي.

«د کورنیو چارو وزارت دا موضوع له نږدې څيړې چې ایا کم عمرې ماشومان د سیمزو پولیسو لیکو ته جذب سوي که څنګه، مونږ پلټني کوو چې دغه راپور د افغانستان په کومو ساحاتو کې جوړ سوی، تر څو موږ وګورو چې ایا په دغو سیمو کې په ریښتیا هم کم عمرې ماشومان د سیمیزو پولیسو په چوکاټ کې سته که څنګه».

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې تر اوسه پوري په زرګونو تنه د محلې پولیسو په توګه دندو ګمارل سوي. د کورنیو چارو وزارت د ملک په امنیت کې د سیمیزو پولیسو رول ډیر اغیزناک بولي.

تر اوسه پوري د افغانستان په یو شمیر محدودو ولایتونو کې محلي پولیس په دندو ګمارل سوي دي. دغه سرتیري له ملي پولیسو سره له نږدې همکاري کوي، معاش او وسلې یې د حکومت پر غاړه دي او مشري یې د سیمیزو پولیسو د مشرتابه له لوري کیږي.

د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون هم د محلي پولیسو په لیکو کې په کم عمرو ماشومانو د جنسي تیري رپوټونه مني. دغه کمیسیون وایې چې په دې اړه یې مستند شواهد را ټول کړي دي او هغه یې له افغان دولت او په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو سازمان له سیاسي نمایندګۍ سره شریک کړي دي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی