م م: د کابل بريد موږ نسي بيرولای
۱۳۸۸ آبان ۷, پنجشنبهد ه دچهارشنبي په ورځ په نيويارک کي ويلي دي چي «موږ به خپل کارته دوام ورکړو او په تيره بيا د افغانستان د حکومت اودخلکو ملاتړ به د ټاکنو په دويم پړاوکي وکړو»
په کابل کي پر هغه مېلمستون باندي چي دملګرو ملتونودموسسي همکاران پکښي اوسيدل ګوزارکي، چي طالبانو يي مسوليت په غاړه اخيستي دي، دملګرو ملتونو دموسسي شپږ کسه بهرني همکاران وژل شويوو.
بان داعمل ټکان ورکونکي، او تروريسي عمل بللي دي. بان لدي پيښي څخه دنتيجي د اخيستوپه حيث ويلي دي چي دددغي موسسي دهمکارانوامنيتي وضعه به وڅېړل شي او د هغولپاره به امنيتي اقدامونه شديدکړای شي،چي فعلا به د يوو اقدام په توګه ، دپنجشنبې په ورځ ددي موسسي ديوومامور د وينا له مخي داوي، چي دوي له خپلوهستوکنځيو څخه ونه وزي.
بله خوا دملګرو ملتونو دموسسي دامن جرګي په کابل کي ددي موسسي په میلمستون باندي ګوذار سخت غندليدي .او دملګرو ملتونودموسسي دپريکړو دکولو دغي جرګي په عين وخت کي په افغانستان کي دنوموړي موسسي دکارد دوام ملاتړوکړ.په هغو توضيحاتو کي چي دملګرو ملتونو دموسسي په ناست ځي نيويارک کي خپاره شويدي راغلي دي چي، هيڅ ډول تروريستي عمل افغانستان دسولي، ديموکراسۍ، اوبيا رغوني له لاري نشي راګرځولي
رحيله اميري
کتونکی. زيارمل