1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«میانمار ته د روهنګيايانو د بيرته ستنيدو شرايط نه دي مساعد»

۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبه

م م وايي، د ميانمار په راخين کې لا هم شرايط دې ته نه دي مساعد شوي چې بنګله ديش ته راغلي روهنګيايي مهاجر بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي. له تيرکال راهيسې له راخين څخه شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان بنګله ديش ته مهاجر شوي دي.

https://p.dw.com/p/2vfor
Bangladesch | Rohingya-Flüchtlingslager rund um Cox's Bazar
روهنګيايي مهاجر د بنګله ديش په کوکس بازار کمپ کېانځور: DW/ P. Vishwanathan

د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې د ميانمار په راخين ايالت کې د تاوتريخوالو تر راوتلو وروسته شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شوي دي.

د مهاجرتونو او تاوتريخوالو لړۍ وروسته له هغې چټکه شوه چې د اګست په ۲۵ مه روهنګيايي اورپکو په يوه لرې پرته سيمه کې د ميانماري ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته بريدونه ترسره او يو شمیر ځواکونه يې ووژل.

د ميانمار او بنګله ديش تر منځ د خبرو اترو په پايله کې بلاخره، ميانمار او بنګله ديش د تيرکال په نوامبر میاشت کې راخين ته د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدو پر موضوع يو تړون لاسليک کړ.

خو اوس د ملګرو ملتونو سازمان څخه اورسولا مولر وايي: «په حاضر وخت کې په داوطلبانه، موثره او ښه توګه د بيرته ستنيدو شرايط نه دي مساعد.» تر دې مخکې په بنګله ديش کې ميشتو روهنګيايي مهاجرو هم رسنيو ته ويلي دي چې دوی نه غواړي په اوسنيو شرايطو کې له بنګله ديش څخه ميانمار ته ستانه شي. د روهنګيايي مهاجرو په وينا چې دوی ويره لري چې بيا به د ميانماري ځواکونو له خوا ورټل او وژل شي.

ورته نور مطلبونه:

ملگري ملتونه: په میانمار کې د مسلمانو لږکیو پر ضد تیري دوام لري

روهنګيا مهاجر: « د م.م. د تضمين پرته ميانمار ته نه ستنېږو»

مولر ميانمار ته د خپل شپږ ورځني سفر په پاي کې چې د هغه په ترڅ کې يې له راخين څخه هم ليدنه کړې، د فرانسې خبرې آژانس ته وويل، ميانمار اړ دی چې «د تلو آزادي، ټولنيز انسجام، معيشت او خدماتو ته د لاسرسي په څير مهمو مسائيلو په اړه ډاډګيرنه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ميانمار په وروستيو کې په کراتو ويلي دي چې دوي د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدو او د هغو د منلو له پاره شرايط آماده کړي دي.

د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ځاي پرځای کيدو په برخه کې د يو دولتي ملاتړ لرونکي سازمان همغږی کوونکی مشر «اونګ تون تهيت» وايي چې د بيرته ستنيدا د بهير شرايط مساعد شوي دي، هغه وايي: «مونږ آماده يو. ساختمانونه آماده دي. روغتونونه او کلينکونه آماده دي.»

که څه هم روهنګيايان له لسيزو راهیسي په بودايي هيواد ميانمار کې میشت دي خو لا هم د دغه هيواد دولت هغوي د بنګله ديشي مهاجرو په حيث پيژني. دغه مسلمان اقليت همدا ډول د روغتيا او تعليم له لږو امکاناتو څخه برخمن دي.

دا هم د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: