1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو به په 2010 کي د افغانستان له يوي برخي څخه خپل سرتيري وباسي

۱۳۸۸ آبان ۲۶, سه‌شنبه

ناتو تصميم نيولي چي په راتلونکي ميلادي کال کي د افغانستان له يوي برخي څخه خپل سرتيري وباسي او امنيتي مسووليت د هغه هيواد ملي پوځ او ملي پوليسو ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/KYsw
په افغانستان کې د ناتو سرتیري
په افغانستان کې د ناتو سرتیريانځور: AP

دا خبره د ناتو عمومي منشي اندرزفوګ رازموسن د اروپا د اتحاديي د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بروکسل کي د يوي ليدني کتني په وخت کي ياده کړه.

رازموسن وويل، عملا دا غوره ده چي د امنیتی مسووليت د ليزدوني پروسه په 2010 کال کي پيل شي، البته دا په هغو سيمو کي چي شرايط اجازه کوي. د ناتو عمومي منشي يادونه وکړه، خو د دي کار لپاره په لومړي سر کي زياتو عسکرو، پوځي روزونکو او پيسو ته اړتيا ده تر څو افغان امنيتي ځواکونه وروزل شي.

د آلمان د دفاع وزير، کارل تيودور څو ګوتنبرګ وويل چي هغه اساسا له دي اقدام سره موافق نظر لري. خو هغه وويل: د دي اقدام لپاره په ساحه کي پرمختګ شرط دي.

حکيم باری
کتونکی: يحيی وردک