1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو د یو افغان زندانی د مرګ په اړه څیړنه کوی

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

ناټو او افغان چارواکو ويلي دي چي دوي د هغه افغان وګړي د مرګ په اړه څيړني کوي چي د نيولو څخه يو ورځ وروسته، د يکشنبي په ورځ د ناټو په يو زندان کي چي د کندهار په ښار کي دي مړ شو.

https://p.dw.com/p/PhMb
انځور: AP

په يوي لنډي خبر پاني کي چي د ناټو د ځواکونو لخوا خپره شوي، ليکل شوي چي دغه وګړي د پوځي عملياتو په ترڅ کي د شنبه په ورځ نيول شوي وه او په کندهار کي ساتل کيده.

په همدي حال کي د کندهار د والي وياند، زلمي ايوبي، د فرانسي د خبر رسولو اژانس ته ويلي دي چي دوي پرون سهار (دوشنبی) دغه خبر تر لاسه کړ. هغه همدا راز ويلي دي چي د مړشوي زنداني د هويت په اړه لا تر اوسه پوره معلومات په لاس کي نشته. زلمي ايوبي ويلي دي چي دوي په دي اړه خپلي څيړني پيل کړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي ويل کيږي امريکايي پوځيان افغان زندانيان په يو پټ زندان کي ساتي او د دوي سره ناسمه او د بين المللي معيارونو خلاف چلند کوي. دغه خبره بيا د پنتاګون لخوا په کلکه رد شوي ده.

د امريکا د پټ زندان په اړه د «پرانستي ټولني بنياد» په نامه یوی امریکايی ټولنی يو۱۶ صفحه يي رپوټ خپور کړي دي. په دي رپوټ کي راغلي دي چي د امريکايانو دغه پټ زندان د «تور جيل» په نوم ياديږي چي د بګرام په هوايي ډګر کي پروت دي.

د نوموړي رپوټ له خپريدو وروسته د افغانستان حکومت يو ځانکړي کميسيون وټاکه ترڅو په دي هکله پلټنه وکړي چي آيا «تورجيل» شته دي که نه او د دغه راز د بنديانو د ربړونو د ادعاو په هکله تحقيقات وکړي.

د بشري حقونو سازمانونو امريکا متحده ايالات هغه مهال تر ‎پوښتنو لاندي ونيو چي د دوي لخوا د عراقي زندانيانو سره بد چلند بربنډ شو.

په همدي حال کي بيا د ايساف وياند، جنرال جوزف بلوتز، د دوشنبي په ورځ ويلي دي چي په افغانستان کي داسي پټ زندان چي د بهرنيو ځواکونو لخوا اداره شي شتون نلري او د بهرنيو يواځيني زندان د بګرام په هوايي ډګر کي دي چي د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا په ګده تري ساتنه کيږي.

فرانس پرس/مسعود جهش

کتونکی: عبدالباري حکيم