1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو په لیبیا کی د خپل د ماموریت د پای اعلان وکړ

۱۳۹۰ آبان ۷, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له پریکړې څخه وروسته د جمعې په ورځ ناتو په لیبیا کې د خپل پوځي ماموریت د پای اعلان وکړ. د ناتو عمومي منشي، اندرز فوګ راسموسن، د دې ماموریت مثبته ارزونه وکړه.

https://p.dw.com/p/131Vf
ناټو د مارچ د میاشتې را په دیخوا د لیبیا پر هوایي قلمرو ۲۶۰۰۰ الوتني کړي دي
ناټو د مارچ د میاشتې را په دیخوا د لیبیا پر هوایي قلمرو ۲۶۰۰۰ الوتني کړي ديانځور: dapd

په لیبيا کې د ناتو ماموریت اوه میاشتی دوام وکړ. د دغه عملیات هدف «د قذافي د رژیم له تیرو څخه د ملکي وګړو ساتنه» وه. اوس چې قذافي ووژل شو او د انتقالی شورا په نظر لیبیا په بشپړه توګه آزاده شوې، ناتو د ملګرو ملتونو له پریکړې سره سم د یکشنبې ورځ د په لیبیا کې د عملیاتو وروستۍ ورځ اعلان کړه.

ناټو د مارچ له میاشتې را په دې خوا د لیبیا پر هوایي قلمرو ۲۶۰۰۰ الوتنې کړي دي چې هدف یې د قذافي د رژیم له منځه وړل وو.

د ناټو د لیبیا په عملیاتو کې د دغه سازمان ټولو غړو برخه نه وه اخیستي. د دغو هیوادونو څخه یو یې هم آلمان وو. آلماني چاروکو د لیبیا د پوځي عملیاتو پر ځای د دغه هیواد په بیا رغونه کې برخه اخیستل غوره وګڼل.

خو راسموسن بیا هم دا عملیات د ټول ناتو لپاره یو بریالیتوب بلي. د هغه په وینا د لیبیا عملیات د ناټو په تاریخ کې تر ټولو بریالي عملیات ول.

راسموسن وایي چې اوس د لیبیا د خلکو دنده ده چې خپله دیموکراسي خپله جوړه کړی. هغه زیاتوي چې ناټو لیبیا سره د نورو مرستو د ترسره کولو لپاره چمتو دی. خو د راسموسن په اند په نوې لیبیا کې باید ملګری ملتونه او د اروپا اتحادیه ستر نقش ولوبوی، نه ناتو.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش