1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نارویژۍ ورځپاڼه: د افغانستان په اړه بیلانس مثبت نه دئ

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/167DI

د Afterposten په نامه نارویژۍ ورځپاڼه ليکي چي په افغانستان کي جګړې وښووله چي طالبان به نور د یوه نوي اساس له پاره کوم چانس و نه لري .خلک باید امید واره وي، چي دوی به بیرته قدرت په لاس کي وا نه خلي. خو دغه ورځپاڼه زیاتوي چي متأسفانه په دغه هیواد کي امنیتي حالت ډېر خراب دئ. او په راتلونکې کي د یوه نوي عصري او دیموکراتیک افغانستان د جوړېدو هیلي له حقیقت څخه ډېر لیري بریښي. سړی باید د افغانستان په اړه بیلانس کي لا ډېر وخت د مثبتو ټکو د پیدا کولو په لټه کي وي. د ناروې هیواد پرېکړه کړې ده چي ډېر ژر به خپل ځواکونه له افغانستان څخه را وباسي.