1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې به همداسي څو کلتوري پاته وي

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه

د ناروې صدراعظم د تير کال د خونړي پيښي د يادون د مراسيمو په ترڅ کښي چي ۷۷ تنه انسانان د يو نارويږي ښي اړخي افراطي له خوا پکښي ووژل شول، وويل چي ناروې څو کلتوري ټولنه وه او پاته به وي.

https://p.dw.com/p/15d4P
انځور: Reuters

د ناروې خلک د خپلو وژل شوو هيوادوالو د يادون لومړۍ کاليزه په داسي حال کي لمانځي چي اوس پوهيږي ولي، اندرس برويک دغه وحشيانه عمل تر سره کړ. هغه په محکمه کي نه يوازي پر خپل جرم اعتراف وکړ، بلکي په وياړ ئې له هغه څخه دفاع وکړه.

اندرس برويک د خپلو اعترافاتو له مخي غوښتل چي له دې خونړۍ حملې سره «ناروې د بهرنيانو له نفوذ څخه وژغوري.»

له نن څخه يو کال پخوا د جولای پر ۲۲، برويک د محکمې په وړاندي وويل چي هغه په لومړي سر کي د ناروې د حکومت له مقر څخه باندي يوه بمي چاودنه وکړه چي په نتيجه کي ئې ۸ تنه ووژل شول؛ هغه وويل بيا د «اوتويا» نومي ټاپو ته ولاړ او د ګوليو په ويشتلو سره ئې د ۶۹ تنه ځوانان چي ډيري ئې د واکمن کارګر ګوند، د ځوانانو د سازمان غړي ول، يو په بل پسې ووژل.

قاتل ويلي دي، چي هغه د دغه ګوند له دې سياست سره مخالف دئ چي په ناروې کښي بهرنيانو ته ځای ورکړي او هغوی ئې د دې ټولني يوه برخه ګرځولي دي.

د پيښي د قربانيانو د يادولو په لومړۍ کاليزه کي د ناروې سلطنتي کورنۍ، د ناروې د حکومت مشر، جنز شتولتنبرګ او د دغه هيواد د نورو لوړو پوړو چارواکو له خلکو سره يو ځای ګډون کړی وو.

شتولتنبرګ وويل: د جولای ۲۲ د ناروې په تاريخ کي يوه توره ورځ ده او «تل به د هغو کسانو يادون پکښي کيږي چي په دغه خونړۍ پيښه کښي ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.»

د ناروې صدراعظم د خپلو خبرو په دوام کي وويل: «بمب او ګوليو غوښتل چي ناروې ته بدلون ورکړي، خو د ناروې اولس له خپلو ارزښتونو سره هغو ته جواب ورکړ.»

هغه زياته کړه چي د پيښي عامل برويک خپل هدف ته ونه رسيد. «د ناروې غيږ د ټولو کلتورونو پر مخ خلاصه ده، د ناروې ټولنه څو کلتوري وه او پاته به وي.»

قاتل لا تراوسه په زندان کي دئ. دا چي هغه رواني ناروغ دئ او که ئې په پوره پوهه اوعقل سره په دغه خونړۍ حمله لاس پوري کړ، د اګست پر ۲۴ به محکمه خپله وروستۍ پريکړه صادره کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل