1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې غواړی چي په افغانستان کي خپل کومکونه 50 فيصده نور هم اضافه کي

۱۳۸۶ بهمن ۱۷, چهارشنبه

پرون د افغانستان په جنوب د هلمند په ولايت کي د متحده ايالاتو په رهبرۍ د ا‌‌‌تتلافي پوځونو يو عسکر مړ...

https://p.dw.com/p/DK78
د ناروې د خارجه چارو وزير يونس ګار سټيوره
د ناروې د خارجه چارو وزير يونس ګار سټيورهانځور: AP

او دوه نور يې ټپيان سوي دي . دغه پيښه هغه وخت رامنځته سوه ، کله چي په سړک کي پټ سوی ، يو بم وچاودۍ . ددغو عسکرو دهوويت په باب تر اوسه پوري څه ندي ويل سوي . دوی د افغاني عسکرو سره يو ځای ګزمه کوله .

دبله طرفه ناروې غواړی چي په افغانستان کي خپل کومکونه 50 فيصده نور هم ډير کي ، او د ملګرو ملتو څخه يې وغوښتل چي د افغانستان په بيا آبادولو کي قوي رول باري کي . د ناروې د خارجه چارو وزير يونس ګار سټيوره ، پرون د پارلمان په مخکي وويل چي ناروې په افغانستان کي په 2007 کال کي په ملکي برخه کي تقريبآ 62 مليونه ايرو مصرف کړي دي ، چي په 2008 کال کي به هغه 93 مليونه ايرو سي .

ناروې به په خپلو 500 عسکرو سره په افغانستان کي د ناټو په رهبرۍ سره د پوځونو ملاتړ وکي . خو ده وويل چي په ملکي برخه کي د ډيري او ښې مرستي ضرورت زيات دی .