1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناسا، اوس په تری تم سوې الوتکي پسې لټون کوي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

ورځ تر بلي په ورکه شوي مالیزیایي الوتکه پسي د پلټني ټيم پراخيږي. چین اوس د قزاقستان پر لور ساحه تر څارني لاندي نیسي او ناسا یا د امریکا متحده ایالاتو فضایي اداره به د سټلایټ انځورونه وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/1BRKR
انځور: NASA/dpa

مالیزیایي چارواکي د ورکي شوي الوتکي د پلټني عملیاتو په ترڅ کې د ناسا، له ملاتړ څخه برخمن کیږي. په واشنگټن کې د ناسا ادارې ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی اوس په ورکي شوي الوتکي پسي د لټون په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخلي.

په دغه ترڅ کې به د سټلایټ او نړیوالي فضايي ادارې «آی اېس اېس» له خوا اخیستل شوي انځورونه و ارزول شي. هغه شیان چې تر۳۰ مترو لوی وي، د دغو انځورونو په مټ پیژندل کیدای شي.

مالیزیایي مسافر وړونکې بوینگ ۷۷۷ ډوله الوتکه له یولسو ورځو راهیسي ورکه ده. په دغه الوتکه کې د عملې په گډون ۲۳۹ تنه سپارل ول، چې دوه پر دریمه برخه یې چینایان ول. دغه الوتکه د مالیزیا له پلازمېني کوالالمپور څخه د پیکينگ پر لور الوتې وه، چې تر الوتني نزدې یو ساعت وروسته په ناڅاپي توگه له رادره ورکه شوه.

چین په شمالي برخې کې لټون کوي

په ورکي شوي مالیزیایي الوتکي پسې د پلټنو په عملیاتو کې اوس ۲۶ هیوادونه برخه لري. چین هم په دغه ډله کې شامل دی. لکه څرنگه چې دولتي رسنیو په مالیزیا کې د چین د سفیر هوانگ هویي کانگ، له قوله خبر ورکړی دی، چین په خپله خاوره کې په دغي الوتکې پسې لټون پیل کړی دی. زیاته شوې ده چې چین به د شمالي مسیر چې ښایي الوتکې دغه لور ته سفر کړی وي، پلټنه هم وکړي.

نوموړي دیپلومات دا خبره رد کړې ده چې گويا کوم چینایي مسافر دې د الوتکې د تښتونې او یا هم کوم ترهگري برید سره تړاو ولري.

پر کوالالمپور باندې فشار

چین د الوتکې په هکله د مالیزیا د معلوماتو پر سیاست باندي سختي نيوکي کړي دي. د چین لومړي وزیر لي کیچانگ، په یوه تلیفوني تماس کې پر خپل مالیزیایي سیال نجیب رزاق باندي فشار لا پسې زیات کړی دی. د مالیزیا حکومت د نیوکو په مقابل کې له خپل ځان څخه دفاع کوي او وایي چې دا یو غیر مسئولانه کار دی چې نا تائید شوي معلومات دې وړاندي کړال شي.

په عین وخت کې مالیزیایي چارواکي اټکل کوي چې د الوتکې ارتباطي سیستم په هدفمنده توگه گول کړل شوی دی او په قصدي توگه الوتکه له اصلي تگ لوري څخه بل لور ته کږه شوې ده. تیره ورځ آسترالیا وویل چې دوی په تري تم شوي الوتکي پسې د لټون د عملیاتو د سویلي برخې مشري پر غاړه اخلي چيري چې گومان کیږي چي الوتکي به پر دغي خوا الوتنه کړې وي.