1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ناسا په فضا کې د انسان د لومړي جرم پلټنه کوي

۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبه

پر امریکايي فضانوردې انه مک کلین د خپلې پخوانۍ میرمنې تور لګیدلی چې د فضا د ماموریت پرمهال یې د هغې شخصي معلومات غلا کړي دي. احتمالاً هغې د فضا له نړیوال مرکز څخه د ژوند د خپلې ملګرې بانکي حساب ته لاسرسی موندلی دی.

https://p.dw.com/p/3ORpf
ISS Anne McClain
انځور: picture-alliance/dpa/Zumapress/ESA

امریکايي وتلې فضانوردې په فضا کې د خپل شپږ میاشتنې ماموریت په دوران کې کوم داسې جرم کړی چې اوس یې ناسا په فضا کې د لومړي جرم په توګه پلټنه کوي؟ کله چې یو جرم ترسره شي، نو پولیس لومړی دا ګوري چې جرم د کومې امنیتي پوستې په حدودو کې ترسره شوی دی. که چیرته د جرم ډول نړیوال وي، نو بیا پولیس ګوري چې دغه جرم د کوم هیواد د قوانینو په رڼا کې پلټل کیږي. خو که چیرته جرم په فضا کې ترسره شي، نو بیا به څه کیږي؟

د امریکا فضايي اداره یا ناسا اوس د یوه داسې جرم پلټنه کوي چې ښايي د بشریت په تاریخ کې په فضا کې لومړنی انساني جرم وي چي تحقيقات يې کيږي. د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په حواله، انه مکلین تور دی چې هغې په فضا کې د خپل ماموریت پرمهال، په فضا کې د کمپیوټر پرمټ د خپلې پخوانۍ ملګرې سمر وارډن بانکي حساب پلټلی دی. یادو دواړو میرمنو تر دې مخکې د څلورو کلونو له پاره په خپلو کې واده کړی وو او بیا وروسته په ۲۰۱۸م کال کې یې اختلافات داسې حد ته ورسیدل چې پای یې له یو بل څخه طلاق وو.

Die Karibik aus dem Weltraum
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/NASA

انه مک کلین د امریکا د هوايي ځواکونو د تجربه لرونکو پیلوټانو له ډلې څخه ده چې په پایله کې یې هغه په ۲۰۱۳م کال کې د ناسا له لوري د فضا د یوه ماموریت له پاره وټاکل شوه. د میرمن مک کلین د ژوند پخوانۍ ملګرې سمر وارډن د امریکا په هوايي ځواکونو کې د استخباراتو یوه افسره ده. په ورته وخت کې د تیر یوه کال راهیسې، د دغو دواړو ښځو ترمنځ د خپل یوه ځوی او د هغه د مالي مصارفاتو پر سر قانوني ستونزې ادامه لري. په دې دوران کې سمر وارډن ته شک پیدا کیږي چې د طلاق سربیره، د هغې د ژوند پخوانۍ ملګرې د هغې د مالي وضعیت په هکله څرنګه معلومات ترلاسه کړي دي. د بیلګې په توګه که هغې یو نوی موټر اخیستی، نو له هغې څخه یې پوښتنه کوله چې پیسې یې له کوم ځایه کړي دي.

سمر وارډن  چې په خپله د استخباراتو په برخه کې کافي تجربه لري، نو هغې د دغې موضوع د حل له پاره هڅې پیل کړې. هغې له خپل بانک څخه وغوښتل چې په یوه مشخص وخت کې یې د بانک حساب له کوم ځایه پرانیستل شوی دی. بانک تر پلټنو وروسته په ځواب کې دا معلومه کړه چې د هغې بانکي حساب د ناسا د فضايي ادارې له یوه کمپیوټر څخه پرانیستل شوی دی.

له نوي ماموریت څخه محرومیدل؟

د امریکا متحده ایالاتو د قانون په رڼا کې د یوه شخص له اجازې پرته د بانک حساب ته لاس رسی، یو دروند جرم دی. د معلوماتو له مخې سمر وارډن د دغه جرم شکایت د امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ په کمیسیون کې ثبت کړی دی او د ناسا پلټونکو هم له دواړو میرمنو څخه اوس پلټنې پیل کړی دي.

US Astronautin Anne McClain
انځور: imago images/ITAR-TASS/S. Savostyanov

دا په داسې حال کې ده چې انه مک کلین د فضا د ماموریت پرمهال د خپلې ملګرې د بانکي حساب د لیدلو موضوع تائید کړې خو زیاتوي چې کوم ناسم کار یې نه دی کړی. د هغې په وینا، له دې کار څخه یې هدف یوازې د کورنۍ د مصارفو لیدل وو او دا چې آیا د هغوی د زوی ښه پالنه کیږي او که نه.

اوس داسې ښکاري چې دغه کار د انه مک کلین پر رسمي او کاري ژوند منفي اغیز پریښی دی. نوموړې سږ کال په فضا کې تر شپږ میاشتیني ماموریت وروسته، د روان کال په جون میشات کې بیرته ځمکې ته راستنه شوه. د هغې راتلونکی ستر کار، په فضا کې د میرمنو یو ماموریت وو، چې اوس د خپل جرم له کبله له دغه ماموریت څخه ایستل شوې ده. تر اوسه پورې د هغو کسانو په ډله کې چې فضا ته تللي دي، یوازې ۱۱ سلنه یې میرمنې دي. ناسا بیا د دغه کار دلیل، د هغې په بدن برابر د ځانګړو جامو نه شتون په ګوته کړی دی.