1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

نامعلومو وسله والو د ګوادر پر لار ۱۴ کسان وژلي دي

۱۳۹۸ فروردین ۲۹, پنجشنبه

نامعلومو وسله والو د پاکستان په سویل لویدیځ کې پر یو بس موټر ډزې کړي او ۱۴ کسان یې وژلي دي. په دې بس کې ټول ۱۶ تنه سپاره ول.

https://p.dw.com/p/3H0GS
Projekt Wirtschaftskorridor Pakistan-China
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/A. Kamal

د پنجشنبې په شپه ناوخته نامعلومو وسله والو چې پوځي یونیفورم یي اغوستي ول، د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کویټې څخه بندري ښار ګوادر ته روان یوه موټر پر سپرلیو برید کړی دی. دا خبره د نوموړي ایالت امنیه قوماندان محسن بټ کړې ده.

د یوه استخباراتي ادارې یوه کارکونکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي دي چې په بس کې له سپرو کسانو څخه یوازې دوه تنه په تیښته بریالي شوي دي. د دغه برید د انګیزې په اړه تر اوسه پورې هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.

د آلمان خبري آژانس (ډي پي آې) د راپور له مخي په دې بس کې پر ملکيانو سربيره عسکر هم ول. بلوچستان چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري د پاکستان یو له نا آرامه ایالتونو څخه شمیرل کیږي.

په دغه ایالت کې طالبان هم فعال دي، سني افراطي ډلې پر شعیه میشته وګړو وخت نا وخته بریدونه هم کوي.

همدا راز په دغه ایالت کې یاغیان او آزادي غوښتونکي هم پر امنیتي ځواکونو او د چين هیواد پر زیربنایي پروژو بریدونه کوي.

چين د اقتصادي کوریدو یا اقتصادي دهلیز په نوم د وریښمو لارې د پروژۍ په لړ کې په پاکستان کې د انرژۍ او مواصلاتي لارو د جوړونې په برخه کې ۶۲ میلیارده ډالره پانګونه کوي.

s.n/n.z (dpa,afp)