1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو:د نومبر تر يايه په کندهار کي د برياليتوب تمه لرو

۱۳۸۹ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

نړیوال امنيتي مرستندوی ځواک به د نومبر د مياشتي تر پايه پوري په کندهار کي پر طالبانو باندي بری و مومي.

https://p.dw.com/p/P6Ma
«په کندهار کي د بهرنيو ځواکونو په وړاندی سخت مقاومت کيږي»
«په کندهار کي د بهرنيو ځواکونو په وړاندی سخت مقاومت کيږي»انځور: AP

بريتانوي جنرال نيک کارتر نن په يو ويډيويي مطبوعاتي کنفرانس کي د افغانستان څخه په بروکسل کي ژورناليستانو ته وويل: « په راتلونکو دوو درو مياشتو کي موږ هيله مند يو چي دغه سيمه به د طالبانو څخه خلاصه کړو.»

هغه يادونه وکړه چي د نومبر د مياشتي تر پايه پوره به د افغانستان نوري برخو کندهار ښار او د هغه شاوخواته ټولي عمومي لاري تر کنترول لاندي راوستل سي.

هغه وويل:« موږ بايد هڅه وکړو تر څو د افغانستان خلک د تگ او راتگ د آزادی څخه برخمن سي او افغان حکومت د خپلو خلکو سره تماس ټينگ کړي.»

په بروکسل کي د ناټو پوځي چارواکي وايي:« په کندهار کي برياليتوب په افغانستان کي د ۱۲۰۰۰۰ نړيوالو ځواکونو د پاره برياليتوب دی.»

په کندهار کي په روان وخت کي ۱۵۰۰۰ بهرني ځواکونه ۱۰۰۰۰ افغان ملي پوځ سرتيري او ۵۰۰۰ پوليس د ياغيانو پر ضد چی شمېر يې د ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري دی جنگيږي.

د طالبانو ددې لږ شمېر سره سره هغوی توانيدلي دي چي په سيمه کي نوموړو ځواکونو ته خنډ سي.

د هلمند ولايت په پرتله چی د ايساف ځواکونو په اسانۍ سره مهم برياليتوبونه تر لاسه کړه په کندهار کي د نفوسو د زياتوالي د شمېر له امله د ستونزو سره مخامخ دی.

ويل کيږي چي کندهار ولایت تقريباً ۱،۳ مليونه نفوس لري.

بريتانوي قوماندان زیاته کړه تر اوسه پوري زموږ په وړاندي مقاومت ډيردی چي موږ مجبوره يو هغه وټکوو.

په دې وروستيو کي د کندهار ښار په ولسواليو کي ځای ځای تصفيوي عمليات پيل سوي خو په ښار کي دننه خلک په سپنه ورځ د کورنه نسي را وتلای.

د کندهار ښاريانو په خبره د اګست د مياشتي په پای کي په يوه ورځ تر لس تروره ډير وسول، ولي دولت يې په اړه هيڅ اقدام ونه کړی.

د کندهار د امنيتي وضعي د څېړني د پاره تيره ورځ په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير کارل ايکن بيري هم هغه ولايت ته سفر کړی و.

ايکن بيري په کندهار کي خبريالانو ته وويل چي له ستراتيژيکي اړخه په کندهار پوري د ډيرو هيوادونو برخليک تړلی دی.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم