1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: آلمان بايد د افغانستا په اړه خپل دريځ روښانه کړي

۱۳۸۶ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

پرون په برلين کي دآلمان دپوځي قوماندانانو د 41 کلنۍ غونډي په لمړۍ ورځ د خبرو او جروبحث مهمه موضوع هغه لانجه وه چي دناټو د دفاعي تړون دغړو هيوادونو ترمنځ دافغانستان دمسالې په اړه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/DTtj
افغانستان به موږ يا ټول بايلو يا به يي ټول ګټو دا يوازي په بروکسل کي د ناټو دنده نه بلکي د 26 غړو هيوادونو په ملي سياست کي بايد ورته پاملرنه وسي
افغانستان به موږ يا ټول بايلو يا به يي ټول ګټو دا يوازي په بروکسل کي د ناټو دنده نه بلکي د 26 غړو هيوادونو په ملي سياست کي بايد ورته پاملرنه وسيانځور: picture-alliance/ dpa

په دغه غونډه کي دآلمان لمړۍ وزیري انګیلا ميرکل يو وار بيا په افغانستان کي دنړيوال سوله ساتي ځواک په ليکه کي دآلماني عسکرو ونډه سمه او مهمه ونډه بللې.

خو دناټو د دفاعي تړون لوی منشي يبد يهوپ شيفر چي دآلمان دپوځي قوماندانانو 41 کلني غونډي ته، د رابللو له امله ډيرخوشحاله هم و، بيايي هم هڅه وکړه، چي دآلمان دسترو پوځي مشرانو په وړاندي په افغانستان کي دناټو د دندو په هکله خپل نظرروښانه کړي. د اطلس یا دناټو ددفاعي تړون لوی منشي ديهوپ شيفر هغه څوک دی چي تل خپل نظر په ډاګه سره بيانوي او داهم يوه روښانه خبره ده چي دی پرله پسې پر دې ټینګار لري چي بايد ناتو په افغانستان کي خپل فعاليتونه ډيرکړي. او داهم وايي، چي آلمانان دي خپل عسکر دافغانستان نورو سيمو ته هم واستو.

خو دآلمان لمړۍ وزيره دناټود دفاعي تړون دلوی منشي دخبرو په جواب کي یوځل بيا دخپل حکومت پخوانی دريځ بيانوي او وايي چي: په افغانستان کي به دآلمان عسکردخپل ځان ددفاع او اضطراري حالتو کي وجنګيږي خو بيله دې به دغه عسکردنړيوال سوله ساتي ځواک په کتارکي داستقرار او امن دساتني دپاره دافغانستان په شمالي برخه کي پاته سي.

د ناټو عمومي منشي وايي: زه په دې عقيده نه یم، چي موږ اوس په دې مساله کي سيالۍ ته سره را ولاړ سوي يو چي څوک ډير خطر زغملای سي. هغه عسکر چي دافغانستان په شمال کي فعاليت کوي، په دې ښه پوهيږي، چي هلته هم خطرسته. او له همدې امله موږ بايد ديوبل سره خبري اوسلامشورې وکړو چي څنګه کولای سو په افغانستان کي یوه برياليتوب ته سره ورسيږو. خو بياهم زه داخبره په ډاګه سره کومه چي په افغانستان کي دآلمانانو ونډه ډيره مهمه او هر اړخيزه ونډه ده. په داسي حال کي چي دآلمان دحکومت مشري ميرکل داخبره په ډاګه کړې چي آلماني عسکر به په راتلونکي کي هم دافغانستان په شمال کي پاته کيږي، دشمالي اتلانتيک ددفاعي تړون لوی منشي وايي چي دا به سمه نه يي چي په افغانستان کي دنړیوال سوله ساتي ځواک دپاره يوه سيمه وټاکل سي. او دوی به یوازي په هغه سيمه کي پاته کيږي.

دغه هيواد، يعني افغانستان به موږ يا ټول بايلو يا به يي ټول ګټو او دا نه یوازي په بروکسل کي دناټو دنده بلل کيږي بلکي دناټو د 26 غړو هيوادونو دملي سياست

په چوکاټ کي هم بايد پر دې ټکي باندي فکر وسي او بايد هر غړي هيواد په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي. نو آيا دابه يوه ضروري او اساسي دنده نه وي، چي د آلمان حکومت په دغه هيواد کي هغه وګړوته چي افغانستان ته د آلماني عسکرو د ليږلو مسالي ته د شک او تر ديد په سترګه ګوري، هغوي ته دا موضوع روښانه کړی چي اساسي موخه او خبره څه ده. خو د آلمان ددفاع وزير فرانس ژوزف يونګ داسي ښه يي چي د ناټو د عمومي منشي خبري په دې مانا نه وې. نوموړی وايي: زما په نظر د ناټو د لوی منشي خبري سړی داسی نسي تعبيرولای، زه د هغه د خبرو څخه داسي پوه سوم چي موږ د افغانستان مسالي ته ديوې امنيتي ګډي ستراتيژۍ په سترګه کورو. د يوې ګډي ستراتيژۍ څخه د آلمان د حکومت په عقيده هدف بايد داوي، چي په افغانستان کي پوځي او مدني ځواکونه د واړه په ګده سره عمل وکړي تر څو چي په دغه هيواد کي سوله او ثوبات راسي.