1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: افغانستان به یوازې پرې نه ږدو

ریگېرت بېرند/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱۴, جمعه

د شمالي اتلانتیک تړون ناټو، له افغانستان څخه د یوه تړون د لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده چې له مخې یې د ۲۰۱۴م کال وروسته په دغه هیواد کې د بهرنیو سرتیرو مېشت کیدل ډاډمن کړل شي.

https://p.dw.com/p/1D7XB
انځور: DW

د بریتانیې په نیوپورټ، کې د گولف لوبې په ښيرازه شین میدان کې د غونډې د هوټل مخې ته د بریتانیې پوځي ټانکونه، جنگي جېټ الوتکې وسلې او سیار کلينک تر سترگو کیږي. د غونډې د تالار د عمومي دروازې مخې ته له کومې چې د دولتونو او حکومتونو مشران تیریږي، یوه جنگي الوتکه درول شوې، خو دغه الوتکه اصلي نه ده بلکې یوه مصنوعي نمایشي الوتکه ده چې له پلاستیک څخه جوړه شوې ده.

ناټو په وېلز کې په خپله دغه سرمشریزه کې یو جنگي تأثیر پريښول غواړي، چې دوه کاله تر مخه په شیکاگو کې د ناټو د تر سره شوې غونډې څخه بیخي بل ډول بریښي. ناټو چې کوم پیغام استول غواړي هغه په څرگند ډول روښانه دی او تر هر څه لومړی روسیې ته متوجه دی. د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۴مه) د دغې سرمشریزي په پيل کې وویل: «موږ دې ته چمتو یو چې په ختیځه اروپا کې له خپلو غړو هیوادونو څخه دفاع وکړو.»

له افغانستان څخه د پوځونو راایستل له پلان سره سم روان دي

په عین وخت کې په افغانستان کې د نړیوال مرستندویه ځواک ایساف، ماموریت چې د ناټو په مشرۍ تر سره کیده د روان میلادي کال تر پایه به ختم شي. د ناټو د معلوماتو له مخې تر اوسه په افغانستان کې د پاتې ۴۰۰۰۰ نړیوالو سرتیرو راوتل د پلان له مخې په سمه توگه پر مخ روان دي. خو د ناټو ۲۸ غړي هیوادونه او همداشان نور ۲۰ متحدین یې چې په افغانستان کې سرتیري لري، تر دغې نېټه وروسته د راتلونکي وخت په هکله په اندیښنه کې دي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسنانځور: Reuters/Yves Herman

په وېلز کې د ناټو په غونډه کې پخپله د افغانستان ولسمشر گډون نه دی کړی. ځکه چې په دغه هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان شوي نه دي. خو ناټو په کابل کې داسې یوه کاري حکومت ته اړتیا لري چې په افغانستان کې له ۲۰‍۱۴م کال وروسته د ناټو د روزنیز ماموریت له پاره د سرتیرو د ځای پر ځای کیدو له پاره اړین تړون لاسلیک کړي.

خو په نیوپورټ کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسمن خبرداری ورکړی «چې په کرار کرار وخت پر تنگیدو دی». هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «په حقیقت کې زه دې هڅولی یم، چې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان دې ته چمتو دي چې واک ته تر رسیدو سمدلاسه وروسته به دغه تړون لاسلیک کړي. له دې کبله زه هیله من یم چې اړین ترتیبات پر سم وخت سر ته رسیدلای شي.»

په عین وخت کې د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کېمرون، له افغان سیاستوالو غوښتنه کړې ده چې په ټاکنو کې د خلکو د لویې ونډې د اخیستو وروسته بالاخره د هغې د نتیجي د پلي کولو لارې چارې ولټوي. ډیویډ کېمرون په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «دا چي موږ له افغانستان سره د اړیکو یو نوی فصل پرانیزو، موږ بيا هم په بشپړه توگه افغانستان ته او د سولي او سوکالۍ له پاره د دغه هیواد د خلکو هيلو ته ژمن پاته کيږو.»

په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت لا روښانه نه دی

امریکا متحده ایالات او ناټو غواړي چې له ۲۰۱۵م کال څخه په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې له پاره شا او خوا ۱۵ زره سرتیري پریږدي. په پام کې ده چې تر دې وروسته به د طالبانو او یاغیانو پر ضد د جگړي مشري پخپله د افغان ځواکونو پر غاړه وي. د ټول هیواد په کچه به امنیتي مسوولیت څه د پاسه ۳۰۰ زرو افغان امنیتي ځواکونو پر غاړه ولري، چې په تیرو کلونو کې د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې یې روزنه لیدلې ده. همداشان د آلمان پوځ به د ناټو په راتلونکي ماموریت کې ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډیری برخو کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی. په خپله پلازمېنه کابل کې د سخت دریځو وسله والو طالبانو له لوري بمي بریدونه تر سره کیږي. دغه خبره د افغانستان د ختيځو ولایتونو له پاره د ناټو اعلی قوماندان جنرال جیمز مېک کونويل، په یوه خبري غونډه کې تائید کړه. خو هغه په دې هکله ډاډمنتیا څرگنده کړه چې له ۲۰۱۵م کال وروسته به افغان امنیتي ځواکونه امنیت ټینگ کړای شي. نوموړي جنرال زیاته کړې وه: «تر اوسه به یاغیانو ویل چې د اشغالگرو قوتونو پر وړاندې جنگیږي. خو د ایساف ځواکونو له وتلو سره دغه توجیه هم له منځه ځي. دا ښکاره خبره ده چې هغوی خپل بمونه د بې گناه افغان ولس پر وړاندې کاروي.»

افغانستان به پر عراق وا نه اوړي

په داسي حال کي چې په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» په نوم وسله واله ډله د پرمختګ په حال کي ده، داسي ويري پيدا شوي چي افغانستان د داسي برخليک سره مخامخ نه شي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن په افغانستان کې پوځي حضور په هر حالت کې اړین بولي. د هغه په وینا په ۲۰۱۱م کال کې ناټو په عراق کې روزنیز ماموریت پلي نه کړای شو، ځکه چې په وینا یې د بغداد له حکومت سره یې د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو تړون لاسلیک نه شو. خو راسموسن یادونه وکړه چې د هغې نتیجه اوس سړی لیدلای شي.