1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: افغانستان په سويزرلنډ نه سو بدلولای

۱۳۸۹ مهر ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پيتريياس د فرانسوۍ ورځپاڼي( لا فيګارو) سره په مرکه کي ويلي چي، په افغانستان کي د ناټو ځواکونو اصلي لومړيتوب دادی چي افغانستان خپل امنيت په خپله تأمين کړي.

https://p.dw.com/p/POFu
انځور: DW

«موږ واقع بينه يو. موږ پوهيږو چي افغانستان په سويزرلنډ نسو بدلولای. زموږ دنده داده چي هغه څه تر لاسه کړو تر څو افغان حکومت د خپل امنيت او قلمرو ساتنه په خپله وکولای سي.»

پيتريياس زياته کړې چی « موږ افغانستان ته ددې دپاره نه يو راغلي چي د خپلي ټولني پرمخ تيا تمثل کړو. افغانان د خپل هيواد کوربه دي. هغوی بايد په خپله دا پريکړه وکړي چي په راتلونکي کي څه ډول ژوند وکړي.»

هغه ويلي دي چي په وروستيو درو مياشتو کي د ناټو ځواکونو په هغو عملياتو کي ډيروالی راغلي چی هدف يې د طالب قوماندانانو د هڅو انحلال دی.

« په وروستيو درو مياشتو کي مو ۲۸۷۷ ډول ډول عمليات تر سره کړي چي په ترځ کي يې ۲۶۹ تنه طالب قوماندانان وژل سوي يا نيول سوي دي. ۸۶۰ تنه طالب جنګيالي وژل سوي او ۲۰۳۹ نور نيول سوي دي»

پيترياس ويلي دي چي « کله چي د ياغيانو يو قوماندان وژل کيږي او تر درو ورځو وروسته د هغه وارث نيول کيږي، دا سړی دې فکر ته مجبوره کوي چي د نورو قوماندانانو پيدا کېدل هم شوني دي.»

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال پيتريياس ويلي دي چي په افغانستان کي دهغه ستراتيژي پر دې باندي ولاړه ده چي د افغانانو څخه دفاع وکړي.

« خبره پر دې باندي ده چي د عادي افغانانو او ياغيانو تر منځ توپير وسي. زموږ دنده داده چي د ياغيانو مېشت ځايونه د منځه يوسو او وروسته د افغان دولت د اغېزمن توب د پاره کار وکړو تر څو هغوی د خپلو وطنوالو زړونه خپل کړي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم