1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او افغاني ځواکونو خپل پسرلني عمليات پيل کړي او طالبان د پسرلني بريدونو گواښ کوي

۱۳۸۵ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

طالبانو ويلي دي چې 6000 جنگيالي يې چمتو کړي دي تر څو پسرلني بريدونه پيل کړي، د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په ترڅ کې طالبانو هم دا گواښ کړی و چې د تروريستي گزارونو د لارې به د ټولټاکنو مخه نيسي، چې دغه چاره يې بيا نه شوای تر سره کولای.دغه گواښونه ښايي چې د پخوا په څېر د جگړې تکتيک هم وي.

https://p.dw.com/p/DKAc
برتانوي ځواکونه په هلمند کې
برتانوي ځواکونه په هلمند کېانځور: picture-alliance/ dpa
طالبانو خپل تکتيک اړولی دی او ځانمرگي بريدونه تر سره کوي، حتی يو څو سوه ځانوژونکي کفايت کوي تر څو چې په عادي وگړو او د افغانستان په ټولنه کې ويره او ترهه واچوي. د طالبانو مالي سرچينه د مخدره موادو له قچاق وړونکو سره همکاري ده، په تېره بيا د هلمند په ولايت کې. دا په داسې حال کې ده چې ناټو او افغاني ځواکونو اوس هم خپل پسرلني عمليات پيل کړي دي او 5500 عسکر يې د هلمند ولايت ته استولي دي. د دغو سرتېرو دنده د يوه وياند په قول دا ده چې د طالبانو او د مخدره توکو د سوداگرو په وړاندې مبارزه وکړي. هلمند په نړۍ کې د کوکنارو د کرهڼې تر ټولو پراخه سيمه ده.