1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او افغان ځواکونو د پاکستان سرحد ته نږدې خپله يوه اډه خوشي کړه

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

په خوست ولايت کي افغان او ناټو ځواکونو د پاکستان له وزيرستان سيمي سره په سرحدي پوله کي د خپلي پوځي اډې واک سيمه ايزو خلکو ته سپارلی او ځواکونه يې د سپيرې ولسوالۍ مرکز ته ليږدولي دي.

https://p.dw.com/p/QkF7
په خوست کي د ناټو ځواکونو يو مرکز
په خوست کي د ناټو ځواکونو يو مرکزانځور: picture alliance / dpa

په خوست كي د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفترهم مني چي، ځواكونه يې له هغه اډي ووتل چي د سپيرې ولسوالۍ او وزيرستان ترمنځ په غرنۍ سرحدي سيمه كي جوړه سوي ول.

د ميرڅپر په نوم دغه نظامي اډه پداسي يوه ستراتيژيكه سيمه كي جوړه سوې ول، چي ختيځي خواته يي د خوست تڼيوولسوالي جنوب ته يي د پاکستان وزيرستان سيمه او جنوب لوديځ ته يي د پكتيكا ګيان ولسوالي موقيعت لري.

خوست والي عبدالجبار نعيمي ددغه اډي د خالي کولو پرمهال وويل چي په سيمه کي د ښه او ډاډمن امنيت د رامنځته کيدو له امله يې دغه نظامي اډه پريښوده.

عبدالجبار نعيمي وويل چي ددغه اډې ځواکونه به د سپيرې ولسوالۍ په مرکز کي ځای پرځای سي ترڅو په سيمه کي د امنيت ترڅنګ د بيارغوني پروګرامونه پلي سي.

که څه هم خوست والي د دغه اډې د پريښودو يو لامل د امنيت ښه کيدل بولي، خو د افغان ملي اردو يو سرتيرى چي د تيرو څو مياشتو راهيسي په همدې کمپ کي دنده درلوده د نوم د نه ښودلو په شرط يې دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل چي داسي هيڅ ورځ نه ده تيره سوې چي د دوی پر مرکز وسله وال بريد نه وي سوى.

خو په خبره يي له دوی سره پدې سرحدي نظامي اډه کي د ناټو ځواکونو عسکر هم ورسره ول ، او بريدوکوونکو ورسره ډير مقاومت نسوای کولاى.

په سيمه کي د پوځي چارو يو شمير کارپوهان وايي چي دغه نظامي مرکز په يوه ستراتيژيکه سيمه کي جوړ سوى و، چي د اوس لپاره يي پريښودل کيداى سي د پولي ها غاړي وسله والو ته دا موقيع په لاس ورکړي چي په اسانۍ سره د افغانستان په پوله کي بريدونه وکړي.

د افغانستان د اردو يوه پخواني افسر ډګروال عزيزالله ځلاند دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل په سرحدي سيمو کي کله کله نظاميت د سياست تر اغيزي لاندي راځي.

نو کيداى سي چي د ميرڅپر مهمه سرحدي پوسته چي د پاکستان څخه د افغان پولي ته د ترهګرو د راوښتو يوه اسانه غرنۍ لاره ده، د همداسي يو څه له امله پريښودل سوې وي.

د خوست په سپيره ولسوالۍ دغه د افغان او ناټو ګډ نظامي مرکز پداسي حال کي د پاکستان له پولي وزيرستان سره پريښودل کيږي، چي څه موده وړاندي د همدې ولسوالۍ لسګونو هغه اوسيدونکو چي پخوا يي په دولت کي دندي ترسره کړي وې د نامعلومو وسله والو لخوا په نامعلوم لوري تښتول سوي ول، چي يو شمير يي وروسته ووژل سول.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل