1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او روسيه د افغانستان په اړه خبري کوي

۱۳۸۹ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د ناټو او روسيې په سرمشريزه کي کيدای سي د افغانستان له اړخه د نشه يي موادو د تهديد سره د مبارزې پر يو شمېر ټاکلو موضوعګانو باندي خبري وسي.

https://p.dw.com/p/PVUi
د ناټو عمومي منشي اندرفورگ راسموسن او د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين
د ناټو عمومي منشي اندرفورگ راسموسن او د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتينانځور: AP

د ناټو او روسيې د مشرانو په غونډه کي چي ناټو يې د نومبر په مياشت کي د جوړيدو غوښتنه کړې ده، کيدای سي د افغانستان له اړخه د نشه يي موادو د تهديد پر يو شمېر مشخصو موضوعګانو باندي خبري وسي.

د ناټو رسمي استازي تيره ورځ د مسکو لزبن تر منځ په يو ويډيويي کنفرانس کي وويل چي په دې سرمشريزه کي به د ناټو او روسيې پر همکارۍ سره بيره د نشه يي موادو د تهديد پر موضوع باندي هم وږغيږي.

جيمس اپارتورای وويل د نشه يي موادو کارو بار ته په کتو سره د ناټو ځواکونو په هغو سيمو کي چي دغه ناوړه بوټی کرل کيږي ډيري ښې لاس ته راوړني لري.

د هغه په خبره اوس مهال د هغه هيواد په ۲۲ ولايتونو کي د کوکنارو په کښت کي کموالی راغلی يا هيڅ نه دي کرل سوي. په داسي حال کي چي تيرکال ددغسي ولايتونو شمېر ۱۰ و.

د ناټو د استازي په خبره د افغانستان په هغو ولايتونو کي د نشه يي موادو راکړه ورکړه او کښت ډير دی چي افغان حکومت هلته واکمني نه لري.

څو ورځي وړاندي د ملګرو ملتونو د NODC موسسې اعلان وکړی چي په ۲۰۱۰ کال کي په افغانستان کي د نشه يي موادو په توليد کي ۴۷٪ لږ والی راغلی.

روسيې هر وخت د افغانستان د خوا د نشه يي موادو د تهديد څخه سر ټکولی او په دې لاره کي د مبارزې د پاره و هر ډول همکاریو ته يې چمتووالی ښودلی.

تيره مياشت د ولسمشر کرزي او ديميتري ميدويدف د ليدني کتني پر مهال د روسيې جمهورريس په افغانستان کي د نشه يي موادو په وړاندي د سختي مبارزې غوښتنه وکړه.

د افغانستان ډير نشه يي مواد د تاجکستان د لاري روسيه او د هغه ځای څخه اروپا ته قاچاق کيږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم