1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او پاکستاني ځواکونو ګډ پوځي عمليات ترسره کړي

۱۳۸۷ تیر ۱۱, سه‌شنبه

ناټو ځواکونه: په افغانستان کي به تر هغه وخته پوري سوله رانه سي تر څو په پاکستان کي د زورلارو مرکزونه او پټنځايونه د منځه نه وي تللي.

https://p.dw.com/p/EUI4
د ناټو ځواکونه په افغانستان کي د عملياتو پر وخت
د ناټو ځواکونه په افغانستان کي د عملياتو پر وختانځور: AP

په کابل کي د ناټو ځواکونو څر ګنده کړې چي د شمالي اطلس يا ناټو تړون ځواکونو د پاکستاني ځواکونو سره په ګډه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي يوشمېر پاڅونکونکي وژلي دي.

د ناټو د څرګندونو سره سم ددوشنبې په ورځ د خوست ولايت په سپيرې اولسوالۍ وسلوالو پاڅونکونو د ناټو تر قومندې لاندي د آيساف پر ځواکونو باندي د لاسي بمونو بريدونه وکړل چي په مقابل کي د ناټو ځواکونو لخوا په سرحدي سيمه کي د توپونو او هوايي بريد په واسطه غبرګون ښودل سوی دی.

د آيساف په يوې اعلاميې کي راغلي دي چي آيساف او پاکستاني ځواکونو په ګده په سرحدي سيمو کي عمليات کړي دي. ددوی په وينا هغه ياغيان چي نړيوالو ځواکونو د افغانستان د لخوا څخه پر شا شړلوته اړ کړل د پولي هغه بلي خواته د پاکستاني ځواکونو لخوا ورباندي د توپو ډزي وسوې.

آيساف د وسلوالو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي او بله خوا پاکستاني ځواکونو د څه ويلو څخه ډډه کړې ده.

د خوست او پکتيا تر منځ غرونو باندي د آيساف ځواکونو چينوک ډوله څرخي الوتکي د ګزمې پر مهال
د خوست او پکتيا تر منځ غرونو باندي د آيساف ځواکونو چينوک ډوله څرخي الوتکي د ګزمې پر مهالانځور: AP

د يو بل خر د مخه د امريکا په مشر نړيوالو ايتلافي ځواکونو په خوست ولايت کي د یوه هوايي بريد په ترڅ کي 33 وسلوال طالبان وژلي دي.

په خبر کي راغلي چي بريد د پاکستان د پولو څخه شاوخوا 7 کيلومتره ليري د افغانستان په خاور کي تر سره سوی. خبر زياتوي بريد هغه وخت تر سره سو چي د ټلوالي څرخي الوتکو د ياغيانو پټنځايونه په نښه او ورسته يي ورباندي بمبار وکړی.

بله خوا په سيمه کي د طالبانو وياند يوازي د خپلو ملګرو د لسوتنو تلفات منلي دي.

افغان چارواکو په تيرو څو مياشتو کي پر پاکستان باندي دا تور لګولی دی چي، پاکستان د کابل د حکومت پر ضد د وسلوالو طالبانو سره مرستي کوي.

د ناټو ځواکونو د څرګندونو سره سم په افغانستان کي به تر هغه وخته پوري سوله رانه سي تر څو په پاکستان کي د زور لارو مرکزونه او پټځايونه د منځه نه وي تللي.

ټلواله زياتوي افغان، پاکستاني او د ناټو ځواکونه بايد په منظم او ښکاره ډول يو دبل سره ګډ کار وکړي تر څو په سرحدي سيمو کي پوځي فعاليتونه يو د بل سره تنظيم کړي.