1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او پاکستان د افغاني کډوالو بيا ستنېدل غواړي

۱۳۸۵ بهمن ۱۱, چهارشنبه

پاکستان او د ناټو غړيو هېوادونو د پاکستان مېشتو افغاني کډوالو د بياستنېدو غوښتنه کړې ده. ناټو د کډوالو کمپونه يا پنډغالي د امنيت او ټيکاو په وړاندې خطر بولي، دغه څرگندونې د ناټو يوه وياند د پاکستان له لومړي وزير شوکت عزيز سره تر خبرو اترو وروسته وکړې.

https://p.dw.com/p/DKAy
4,6 مليونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
4,6 مليونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي ديانځور: AP
د کډوالو په پنډغالو کې د ناټو د وينا له مخې وار په وار تندلاري خپل ملاتړي پيدا کوي او جگړې ته يې رابولي. د ناټو استازي زياته کړه چې د افغانستان، پاکستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر منځ دې د کډوالو د بيا ستنولو پر څرنگوالي او طرز العمل خبرې وشي. گڼ شمېر افغانان له کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي، ډېر هلته زېږيدلي هم دي او نه غواړي چې د خپلو ميندو او پلرونو ټاټوبي ته ستانه شي. د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته 4,6 مليونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.