1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: تيرکال مو په افغانستان کي ډيري برياوي درلودلې

۱۳۹۰ بهمن ۴, سه‌شنبه

د ناټو ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چي ۲۰۱۱ کال د یاغیانو په وړاندي جګړه کي د ناټو او افغان امنیتي ځواکونو له پاره له کامیابیو څخه ډک کال وو.

https://p.dw.com/p/13pBl
ناټو وایي چي په ۲۰۱۱ کال کي ئې یاغیان ډیر ځپلي دي
ناټو وایي چي په ۲۰۱۱ کال کي ئې یاغیان ډیر ځپلي ديانځور: picture alliance / Photoshot

د ناټو ځواکونو ویاند برید جنرال کارستن ياکوبسن، د سه شنبې په ورځ «د جنوري د میاشتي ۲۴» ويلي دي چي ناټو او افغان امنیتي ځواکونو په کندهار او د هغه په شاوخوا سیمو کي د طالبانو سره په جگړه کښي ئې ډیري لاس ته راوړني درلودلې.

«د دغو برياوو په پایله کي یاغیانو په دغو سیمو کي خپل کنترول له لاسه ورکړی دﺉ نو ځکه اوس پخپلو بريدونو کښي له ماينونو څخه کار اخلي.»

جنرال ياکوبسن زیاته کړه چي د ناټو ځواکونو د افغانستان په شرق کي هم ډیري لاس ته راوړني درلودلې. د هغه په وینا د ناټو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په ترڅ کي د یاغیانو ۵۰۰ سيمه ييز قوماندانان یا نیولي دي او یا ئې هم وژلي دي.

هغه ویلي دي چي د حقاني پر شبکې به عملیات دوام ولري. دغه ډله د پاکستان په شمالي وزیرستان کي پټنځایونه لري.

افغان او امریکایي چارواکي وایي چي د حقاني د ډلي غړي له پاکستان څخه پر افغانستان او امریکایي ځواکونو بریدونه پلانوي او تر بریدکولو وروسته بیرته پاکستان ته اوړي.

ياکوبسن دغه راز ویلي دي چي یاغیان کیدای شي پر کابل بریدونه تر سره کړي، ځکه چي دوی غواړي د دغه ولایت امنیت خراب کړي.

د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار امنیتي مسئولیت پرغاړه اخیستی دئ. هغه ویلي دي چي افغان امنیتي ځواکونو د امنیت د انتقال د بهیر په ترڅ کي د افغانستان د ډیرو ولایتونو امنیتي مسئولیتونه پرغاړه اخیستي دي.

د افغانستان ملي اردو اوس ۱۸۰ زره سرتیري لري او دغه راز دغه هيواد ۱۴۴ زره پولیس هم لري. د پلان له مخي به د روان کال تر پایه پورې افغان امنيتي ځواک د خپل هيواد د۵۰ فيصده سیمي امنیتي مسئوليت پر غاړه واخلي.

فرانس پرس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل