1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو خپل ټول سلاکاران له افغاني ادارو څخه وايستل

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه

تر هغه وروسته چي پرون د ناټو دوه سلاکاران په افغانستان کي ووژل شول، دغه ټړون خپل ټول ملکي او پوځي سلاکاران له افغاني ادارو ايستلي او خوندي ځايونو ته ئې ليږدولي دي.

https://p.dw.com/p/14AI4

د دغي پيښي په اړه د ناټو غبرګون ډير چټک وو او دا پيښه ئې په سختو ټکو سره غندلې ده.

رپوټونه وايي چي د ناټو دغه دوه امريکايي صاحب منصبان د کورنيو چارو وزارت د سوق او ادارې په مرکز کي چي عادي مامورين د تګ را تګ حق نه لري په خپله کاري کوټه کي په ګولۍ ويشتل شوي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چي دا کسان به چا وژلي وي خو طالبانو ئې پړه پرغاړه اخيستې ده.

تيره شپه ناټو له ټولو افغاني ادارو څخه خپل سلاکاران را ټول کړي دي او خوندي ځايونو ته ئې ليږدولي دي.

د افغانستان له وزارتونو څخه د بهرنيو سلاکارانو را ټولول ښايي په لنډ مهال کي د دي ډول ستونزي يو حل وي، خو په ټوليز ډول به دا سخته وي چي د کار پر مهال دي د هغوی د خوندي توب تضمين وشي.

د پوځي چارو متخصصين په دې باور دي چي که د دغو بريدونو شميره کمه هم شي خو له يوه سره ئې د رامنځته کيدلو مخ نيوی ناشونی ښکاري.

د افغان استخباراتو متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت د کورنيو چارو په وزارت کي د پرون ورځي پيښه د افغانستان ټولنيزو ارزښتونو ته د ځينو بهرنيو سرتيرو د سپاکوي له مسئلې څخه جلا نه بولي.

«که بهرنيانو خپلسري عمليات و نه کړي، د خلکو کورونو ته ور نننوزي، او يا هم بهرني سرتيري زموږ مړو او ديني ارزښتونو ته سپکاوی و نه کړي، داسي پيښي به هيڅ کله هم را منځته نه شي».

د افغان ځواکونو پر بهرنيو مربيانو د بريدونو زياتوالي اوس هغه انديښنې را منځته کړي دي چي گويا په دې کار سره به د کورنيو ځواکونو روزونکي ماموريت زيانمن شي.

خو د پوځي چارو مبصر بشيرهاتف بيا په دې اند دئ چي که په افغان امنيتي ځواکونو کي تجسسي ټولګي چي په تيرو څو کلونو کي له منځه تللي دي بيرته فعال سي ددغه ډول پيښو يا دوستانه ډزو مخنيوی وشي.

«په مخکني تشکيلاتو کي د دفاع او کورنيوو چارو په وزارتونو او ملي امنيت په رياست کي د استخباراتو څانګي وې، خو اوس ملي امنيت دا کار نه شي کولای، مخالفين له دغي تشي څخه ګټه اخلي چي بيا هم د پوليسو، افغان پوځ او امنيت په ليکو کي ځانونه داخل کړي».

د امريکا د دفاع وزارت يو رپوټ وايي چي د ۲۰۰۷ کال د می د مياشتي راهيسي په ۴۵ پيښو کي څلويښت تنه بهرني سرتيري د افغان عسکرو له خوا وژل شوي دي او شاوخواه ۱۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ډول بريدونو وروستۍ پيښه يوه مياشت دمخه په کاپيسا ولايت کي رامنځته شوه چي پکښي شلو تنو فرانسوي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل