1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو پروسه چټکوي

۱۳۸۹ دی ۱۶, پنجشنبه

په افغانستان کي د امنيتي ځواکونو د روزني د ماموريت قوماندان وايي چي ناټو د 2010 کال څخه د 2011 کال تر پايه پوري د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزني لپاره 20 مليارد ډالره ځانګړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/QoBe
افغان پوليس د تمرين پر مهال
افغان پوليس د تمرين پر مهالانځور: dpa

جنرالWilliam Caldwell يادونه وکړه چي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني لړۍ به تر 2016 کال پوري دوام وکړي.

په افغانستان کي د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوال امينتي مرستندی ځواک ايساف جنګي ماموريت د هغه پريکړي له مخه چي په ليزبن کي د ناټو په سرمشريزه کي وسوه په 2014 کال کي پای ته رسيږي.

د ناټو عمومي منشي اندرزفوګ رازموسن ويلي دي چي له دغه کال څخه وروسته به هم ناټو په افغانستان کي خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. خصوصاً د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزل د دغو همکاريو يوه برخه ده.

د ليزبن په غونډه کي د افغانستان او ناټو ترمنځ د اوږدې مودې د مشارکت په نامه يو موافقه لاس ليک سوه. د دغه موافقي له مخه د نورو مرستو ترڅنګ به ناټو په عصري او پرمختللو پوځي وسايلو کي افغان امينتي ځواکونه روزي.

خو جنرالCaldwell چي په خټه امريکايي دی وايي د افغان ځواکونو د روزني په لاره کي اوس تر ټولو ستر خنډ بېسوادي ده.

هغه وويل کوم افغان چي ملي اردو او يا ملي پوليسو ته اوس جذبيږي، ډيری ليک او لوست نسي کولای. هغه يادونه وکړه د نوو مالي مرستو سره هڅه کيږي دغه ستونزه حل کړي.

هغه وويل چي، د ناټو له خوا د روزني په مقصد د دو کلونو لپاره د 20 مليارد ډالرو تخصيص په مقايسوي ډول يوه ډيره ستره ونډه ده چي هغه يي له افغانستان سره کوي.

جنرال Caldwell وويل، حال دا چي ناټو 2003 کال څخه تر2009 کال پوري په لاره کي 20 مليارد ډالره لګولي دي.

په عين وخت کي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو لوړ پوړي قوماندان، جنرال ديويد پيترايس د آلمان له يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي، د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزني په پروسه کي د پآم وړ پرمختګ رامنځ ته سوي دي.

له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د ايستلو د وخت په هکله نوموړي امريکايي جنرال وويل چي لا تراوسه وخت دی چي سړی په دقيقه توګه ووای چي څه وخت بايد دغه ځواکونه له افغانستان څخه وايستل سي.

هغه وويل: «افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت ليږدول ټاکل سوی مهال ويش پوري نه بلکه د عمل د ډګر په شرايطو پوري اړه لري.»

هغه يادونه وکړه چي د روزني په اړه افغان امنيتي ځواکونه بايد تر خپل حد او توان زيات تر فشار لاندي ونه نيول سي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل