1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د ترکیې د ملاتړ له پاره اکتشافي الوتکې استوي

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

ناټو د ترکیې د ملاتړ له پاره د آواکس په نامه اکتشافي الوتکې د دغه هیواد قونیه ښار ته استوي. دا چې آلمان به له څومره عسکرو سره په دغه ماموریت کې ګډون وکړي، تر اوسه ښايي لا روښانه نه وي.

https://p.dw.com/p/1HUA5
انځور: picture-alliance/dpa

د سوریې د کړکیچ په ترڅ کې د آلمان پوځ د هیواد څخه دباندې د یوه بل ماموریت د پيلولو په درشل کې دی. لکه څنګه چې اوس وويل شول د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو له کرسمس لږ د مخه پارلمان ته په يو مشترک خط کې خبر ورکړ چې د آلمان د ګایلنکيرشن ښار د ناټو د پوځي اډې څخه به د آواکس اکتشافي الوتکې په موقت ډول ترکیې ته ولیږدولې شي. د آواکس الوتکې څو ملتي عمله ۱۶ عسکر رانغاړي چې ۳۰ سلنه يې آلمانيان دي.

د پارلمان تائید اړین نه دی

په دې خط کې زیاته شوې چې د ترکیې په هوايي قلمرو کې به دغه بوینګ E-3 ډوله اکتشافي الوتکې یوازې د وضعې د انځور د وړاندې کولو دنده ولري. دا چې په دې ماموریت کې «تر اوسه لا د وسلو کارول» په نظر کې نه دي نیول شوي، نو د آلمان د پارلمان له خوا تصویبیدو ته هم اړتیا نه لري. زیاته شوې چې افراطي ډله اسلامي دولت هوايي ځواک نه لري او سربیره پر دې داسې معلومات هم نه دي ترلاسه شوي چې ګنې سوریه او یا روسیه د ترکیې پر ضد د هوایي ځواک څخه استعفاده کول غواړي.

د ترکېې څخه د ناټو دا ملاتړ په داسې حال کې ترسره کیږي چې د انقرې او مسکو تر منځ سخته ترنګلتیا موجوده ده. په نوامبر میاشت کې د ترکیې هوايي قواو د سوریې او ترکیې په سرحدي سیمه کې یوه روسي جنګي الوتکه وویشتله. روسیې د غبرګون په توګه پر ترکیې بندیزونه ولګول.

د آلمان د دفاع وزارت ویاند د دې پوښتې په ځواب کې چې آلمان به د کوم وخت څخه او له څومره عسکرو سره په دغه نوي ماموریت کې ګډون وکړي، وویل چې په دې اړه لا حتمي پریکړه نه ده شوې. ده زیاته کړه چې ناټو «لا د پلان جوړولو په حال کې ده.»

زرغون ګوند جزئیات غواړي

د آلمان د زرغون ګوند سیاستوال توبیاس لندنر د یکشنې په ورځ د «بلد ام سونتاګ» ورځپاڼې ته وویل چې د آلمان حکومت باید پرته له کوم ځنډه پارلمان د دې ماموریت په جزئیاتو خبر کړي او په ځانګړي توګه په دې هلکه چې دغه الوتکې به کومه دقیقه دنده ولري او د څارنو څخه په لاس راوړل شوي معلومات به د کومو موخو له پاره کارول کیږي.

د روان دسمبر میاشتې په پیل کې د آلمان پوځ د فرانسې په غوښتنه پریکړه وکړه چې په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف څخه ملاتړ وکړي. دمګړې د آلمان تیل رسوونکې الوتکې په دنده بوختې دي. سربیره پر دې به د جنورۍ میاشتې له پیل څخه ۶ تورنادو اکتشافي الوتکې، د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د فرانسې د «شارل دې ګول» الوتکې لیږدونکي بیړۍ د ساتنې له پاره پروازونه پیل کړي. په دې موخه به ۱۲۰۰ آلماني عسکر ولیږدول شي.