1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د جنرال الن پريکړي ته احترام لرو

نجيب الله زيارمل (AFP)۱۳۹۱ اسفند ۲, چهارشنبه

ناټو د امريکايي جنرال جان الن د هغي پريکړي هرکلی کړی دئ، چي په اروپا کي ئې د دغه سازمان د ځواکونو د نوي عمومي قوماندان په توگه له کانديداتورۍ څخه ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/17hiy
General John Allen, the commander of U.S. and NATO forces in Afghanistan, speaks during an interview in Kabul February 9, 2013. Advancing women's rights in Afghanistan is key to preventing the Taliban from reimposing a radical form of Islam once most foreign troops leave by the end of 2014, the commander of U.S. and NATO forces said on Saturday. Picture taken February 9, 2013. To match Interview AFGHANISTAN-ALLEN/ REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY POLITICS SOCIETY)
John Allen Kommandant NATO Truppen Afghanistanانځور: REUTERS

د ناټو يوه وياند د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۹) په بروکسل کي خبريالانو ته وويل، چي د ناټو د دفاع وزيران دغي پريکړي ته احترام لري.

وياند د هغه د افغانستان ماموريت ته په اشارې سره وويل، چي «هغه ښوولې ده چي دئ يو ستر پوځي رهبر دئ.»

الن تر دې مخکي ويلي ول، چي هغه ځکه دې قوماندانۍ ته له کانديداتورۍ څخه تيري چي مېرمن کيتي ئې له يوې ناروغۍ څخه رنځ وړي.

سپيني ماڼي په حقيقت کښې دغه ۹۵ کلن جنرال په بروکسل کي د ناټو په عمومي قوماندانۍ کښي د امريکايي جنرال جيمز ستيوردس ځای ته نومولی وو.

خو هغه يعنی الن بيا د تيرکال د نوامبر په مياشت د وخت د سي آی آې د مشر جنرال ديويد پيتریوس په هغه قضيه کي چي له يوې ښځي سره ئې نامشروع اړيکي لرلې ښکېل وبلل سو. د سي آی آې مشر بيا له خپلي دندې استعفا وکړه.

د الن په اړه د ۲۰۱۲ کال په نوامبر مياشت کي له هغه وروسته تحقيقات پيل سول چي د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې (سي آی آې) مشر ديويد پيتريوس له خپلي دندې استفعا وکړه.

پيتريوس له پاولا برادويل نومي ښځي سره چي د هغه د ژوند په اړه ئې کتاب ليکئ ناجايزه اړيکي لرلې.

د امريکا د کورنيو استخباراتو يا FBI ادارې هغه مهال ناببره د پيتريوس او مېرمن برادويل د اړيکو په اړه معلومات ترلاسه کړل، چي د پيتريوس او جنرال الين يوې گډي ملگري مېرمن جيل کيلي دغي ادارې ته شکايت وکړ چي گواښونکي برېښناليکونه ورځي.

وروسته بيا پلټونو وښووله چي مېرمن جيل کيلي ته برېښناليکونه د مېرمن برادويل له خوا استول کيږي او مېرمن برادويل بيا له جنرال جان الين سره اړیکي لري.

هغه ايميلونه چي د مېرمن برادويل له خوا مېرمن جيل کيلي ته استول سوي ول، ښوول ئې چي برادويل د کيلي او پيتريوس ترمنځ د دوستۍ په اړه حسادت ښوولی دئ.

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت د روان کال د جنورۍ په مياشت کي اعلان وکړ، چي جنرال جان الن ته د پيتريوس په عشقي قضيه کي برائت ورکړل سو.

د پنتاگون یوه وياند وويل، چي د پيتريوس په قضيه کي پر جان الن باندي لگول سوي تورونه نه دي ثابت سوي.