1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د سوريې پولې ته څېرمه توغندي ځای پر ځای کړل

۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/17EZK

ترکيې ته د ناټو له خوا د «پاتریوت» د دفاعي توغنديو د لیږدیدو بهیر پیل سوي دي. د امريکاد متحده ايالاتو پوځ اعلان وکړ چي نظامي پرسونل او تجهیزات د ترکيې هوايي اډې انسرلیچ ته رسیدلي دي. په راتلونکو ورځو کي به مجموعأ ۴۰۰ امريکايي سرتیري هم ترکيې ته ورسیږي. آلماني پوځ اعلان کړی دی چي د جنورۍ په اتمه نیټه به د پاتریوت دفاعي توغندي د کښتیو په واسطه ترکيې ته انتقال کړي. د پاتریوت دفاعي توغندي به د ناټو غړي هیواد ترکيه د سوریې له احتمالي بریدونو څخه وساتي.