1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د طالبانو ۱۰۰ تنه مشران مو نيولي دي

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

د ايساف ځواکونو نطاق جنرال جوزيف بلاتڅ وويل چي په دغو قوماندانانو کي له ټيټ پوړو نيولي بيا د منځني توان او هان د هغوی تر سترو مشرانو پوري هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/Quv8
د ناټو ځواکونو قوماندانۍ وايي چي د خاصو ځواکونو د عملياتو په شميره کي د پام وړ لوړ والی راغلی
د ناټو ځواکونو قوماندانۍ وايي چي د خاصو ځواکونو د عملياتو په شميره کي د پام وړ لوړ والی راغلیانځور: AP

جنرال بلاتڅ وايي چي دمګړۍ يي په افغانستان کي ۱۴۰ زره سرتيري موجود دي او د هغوی وروستيو عملياتو د طالبانو جګړيز نوښت بدل کړي او دمګړۍ يي د هغوي خوځوښتونه تر ډيره بريده کابو کړي دي.

د ناټو دغه جنرال همدا راز وويل چي اوس افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په نږدې همکارۍ هغو سيمو ته ورځي چي يو مهال د طالبانو کلک مرکزونه شميرل کيدل او دغه سيمي د طالبانو څخه د پاکيدو په درشل کي دي.

« ګډو ځواکونو د اورپکو پر مشرتابه د بريدونو په ترځ کي د هغوی فعاليتونه ګډوډي کړي دي، په تيرو ديرشو ورځو کي د طالبانو او حقاني ډلي۱۰۰ د منځني واک او لوړي کچي مشران نيولي دي».

د ناټو ځواکونو قوماندانۍ وايي چي د خاصو ځواکونو د عملياتو په شميره کي د پام وړ لوړ والی راغلی او تقريباً هره ورځ د ملک په بيلا بيلو سيمو کي پر واحدو احدافو دقيق عمليات تر سره کيږي.

جنرال بلاتڅ وايي چي د عملياتو دمخه دوی داسي استخباراتي معلومات ترلاسه کوي چي، په کومه سيمه کي دښمن را ټول سوی او پر کومي سيمي د بريد تابيا نيسي.

ايساف ځواکونه وايي چي د عملياتو په شمير کي د ډيروالي اصلي لامل پر وسله والو زور پالو د فشار راوستل دي او د دوی موخه دا ده چي يا طالبان د وسلې کيښودلو ته اړ باسي او يا يي هم د مقاومت پر مهال له مينځه يوسي.

ګڼ مليتيزه ځواک پر داسي محال په زور پالو د ملک په بيلا بيلو برخو کي د فشار اچولو خبره کوي چي ټاکل سوي په را روانه جولاۍ مياشت کي امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه تدريجي وتل پيل کړي.

د ايساف ځواک جنرالان وايي د دغي نيټې تر را رسيدو دمخه بايد تر ډيره بريده د زور پالو بغاوتونه سرکوب سي، تر څو هغوی و نه توانيږي چي را روان پسرلی افغان او بهرنيو ځواکونو ته خنډونه جوړ کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل