1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د لوګر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته خونبها ورکړه

۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو په وروستیو عملیاتو کې څلور ماشومان وژل شوي دي او درې تنه نور ملکیان ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ناټو د درو تنو د وژل کیدو له کبله بخښنه غوشتې ده.

https://p.dw.com/p/16VRX
انځور: Getty Images

د افغان ولسمشر له دفتر څخه په یوه خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ماشومان د لوګر ولایت په برکې برک ولسوالۍ کې رمې پيايلو پر مهال د ناټو په بريد کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «که څه هم له ناټو څخه غوښتل شوي دي چې د ماشومانو د وژل کیدو مخه دي ونیول شي، خو بیا هم د ماشومانو په ګډون بېګناه کسان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې، چې اډې او پټنځایونه یې له افغانستان څخه دباندي دي وژل کيږي.»

د لوگر ولايت وياند دین محمد درویش له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې وژل شوو ماشومانو له ۱۰څخه تر ۱۳ کلونو پوري عمر لاره. هغه زیاته کړه: «د یکشنبې په ورځ څلور نیمي بجې د لوګو ولایت په برکې برک ولسوالۍ کې څلور ماشومان چې دوه تنه ئې غبرګولي دیارلس کلن ورونه او دوه تنه نور یې د لسو او یولسو کلونو ول د ناټو په عملیاتو کې ووژل شول.»

ښاغلي درویش زیاته کړې ده چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې ماشومان د طالبانو او ناټو ترمنځ په یوه جګړه کې بند پاتې شول او کله چې طالبان له سیمه څخه وتښتیدل نو د ناټو ځواکونو پر ماشومانو باندې د طالبانو په ګمان ډزې وکړې. خو د هغه په خبره ماشومانو په سیمه کي خپلي رمې پيايلې. درویش زیاته کړه چې د ناټو قوماندانو د چهارشنبې په ورځ د قربانیانو کورنیو ته خونبها ورکړه.

هغه وویل، که څه هم چي ناټو هوډ کړی دی چې خپل عملیات به له افغان چارواکو سره همغږي کوي خو بیا هم داسې پېښي رامنځ ته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو د درو تنو ملکي کسانو د وژل کیدو له کبله بخښنه غوښتې ده. په افغانستان کې د دغو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «زه د قربانیانو له کورنیو سره په غم کي ځان شريک بولم.» الین زیاته کړې ده چې هڅه به وکړي پخپله د قربانیانو له کورنیو سره وویني.

«درې تنه ملکيان لادرکه دي»

د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په خبره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې په یوه بله پېښه کې چي په زابل ولایت کې را منځ ته شوې ده د ناټو تر یو لړ عملیاتو وروسته درې تنه ملکي وګړي ورک شوي دي. به بیانیه کې راغلي دي: «د ناټو ځواکونو د اکتوبر د میاشتې پر ۱۳مه نیټه نیمه شپه د یاغیانو د یوه قوماندان د نیولو له پاره یو لړ عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې هغوی له خپل ځان سره څلور تنه ملکي وګړي یووړل. د دغو کسانو له ډلې څخه درې تنه یې اوس هم ورک دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایساف یوه چارواکي جیمي ګریبیل، ویلي دي چې «ټول نیول شوي کسان تر عملیاتو وروسته ډیر ژر بیرته آزاد شول.» د ایساف دغه چارواکي زیاته کړې ده چې اوس هغوی د دغو کسانو په اړه معلومات په لاس کې نه لري: «نیول شوي کسان د ایساف کومې اډې ته نه ول بیول شوي.»

د ناټو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو رامنځ ته کیدل د ولسمشر کرزي د دولت او ناټو تر منځ یوه شخړه ییزه موضوع ده.

مسعود جهش (دویچه ویله، د فرانسې خبري آژانس، د المان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب