1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د نوي عمومي منشي په لټه کي ده

۱۳۸۸ فروردین ۲, یکشنبه

دوې اونۍ وروسته ناټو د خپل تأسیس 60 کاليزه لمانځي چي په هغه کي به د ناټو د راتلونکي، افغانستان او نورو سیمه ایز او نړیوالو مسایلو ترڅنګ پردې هم خوښه کوي چي څوک د شمالي اتلانتیک د سازمان راتلونکې مشر سي...

https://p.dw.com/p/HHIS
د ناټو دود دا دی چي د هغه عمومي منشي بايد حتمي يو اروپايي وی، خو د هغه عمومي پوځي قومانداني يوه امريکايي پوځي ته سپارل کيږي.
د ناټو دود دا دی چي د هغه عمومي منشي بايد حتمي يو اروپايي وی، خو د هغه عمومي پوځي قومانداني يوه امريکايي پوځي ته سپارل کيږي.انځور: picture-alliance/ dpa

د اوسني عمومي منشي یاب دې هوپ سخیفر ماموریت د اګست په میاشت کي پای ته رسیږي. هغه خبري اتري چي د پردې تر شا کيږي، داسي ښيي چي ښايي د ډنمارک اوسنی لومړی وزير، اندرز فوغ رازموسن، ډير چانس ولري چي د سخيفر مقام اشغال کړي.

په بروکسل کي د ناټو يو ډيپلوماټ پرون وويل، د امريکا د متحده ايالاتو حکومت به د سترو اروپايي هيوادونو، آلمان، فرانسې او لويي بريتانيې د خوښي له کانديدڅخه ملاتړ وکړي.دغه ډيپلوماټ چي هويت يې معلوم سوی نه دی وويل: دغه هيوادونه د رازموسن له کانديتوب څخه ملاتړ کوي او متحده ايالاتو هم تصميم نيولی دی چي د هغه تر شا ودريږي.

د اپريل په دريمه او څلورمه، په شتراسبورګ کي کله چي د ناټو ستره سرمشريزه داير يږي او جمهور رييس اوباما هم ورځي د ناټو د راتلونکي عمومي منشي د نوموني اعلان به هم وسي.

د ناټو دود دا دی چي د هغه عمومي منشي بايد حتمي يو اروپايي وی،خو د هغه عمومي پوځي قومانداني يوه امريکايي پوځي ته سپارل کيږي. د ډنمارک لومړی وزير، رازموسن د جمعې په ورځ په بروکسل کي ؤ، او له دې څخه يې ډډه وکړه چي د ناټو مشرۍ ته د خپل کانديتوب په هکله څه ووايي.

رازموسن په تيروکلونو کي د امريکا حکومت ته وفاداري ښکاره کړې ده، لکه د عراق په جګړه چي يې خپل عسکر د امريکايي پوځ په اختيار کي ور کړي وه. ډيری اروپايي هيوادونه د هغه ملاتړ کوي، ځکه چي د ناټو او اروپايي اتحاديې تر مينځ يې د همکاريو پلوي کړې ده.

د رازموسن په وړاندي یوازنی خنډ د ناټو غړې ترکيه ده. په انقره کي حکومت په وار وار پر ډنمارک باندي د دوو موضوعګانو په خاطر، د ډنمارک د حکومت له خوا يوې کردي تلويزوني شبکې ته د فعاليت جواز ورکول او بله په ډنمارک کي د اسلام د پيغمبر، حضرت محمد (ص) د کاريکاتور د خپرولو په وړاندي پر هغه حکومت باندي سختي نيوکي کړي دي.

د ډنمارک د لومړي وزير تر څنګ ځيني نور اروپايي لوړ پوړي چارواکي لکه د بلغاريا لومړی وزير، د کاناډا د دفاع وزير او د پولنډ د بهرنيو چارو وزير هم د ناټو د عمومي منشي چوکۍ ته د کاندیدانو په جمله کي دي.

AFPD/ عبدالباري حکيم

کتونکی: زيارمل