1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د «پاتريوت» توغندی ماموريت تصويب کړ

۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبه

د ناټو د متحد ملگري ترکيې د دفاع له پاره د «پاتريوت» په نوم د دافع هوا توغندی له سوريې سره سرحد ته ولېږل سوې. دغه کار د ترکيې په غوښتنه تر سره سو.

https://p.dw.com/p/16vwz
انځور: dapd

د ناټو په دې پريکړه سره د جنورۍ په مياشت کي د آلمان، هالند او متحده ايالاتو څخه په ترکيه کي له سوريې سره په سرحد کي د پاتريوت په نوم د دافع هوا توغندی نصبوي.

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۵) د ناټو غړو هيوادونو پريکړه وکړه چي په ترکيه کي به د سوريې له سرحد سره د دافع هوا توغندی نصب کړي. په دغه غونډه کي د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن بشارالاسد ته په خطاب وويل: «هر هغه چاته چي پر ترکيې باندي د يرغل خيال لري وايو چي فکر ئې لا هم ونه کړئ.»

روښانه پيغام

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسنانځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله وويل: «د ناټو د غړو هيوادونو دغه پريکړه د اسد رژيم له پاره ښکاره پيغام دئ، چي د سوريې جنجال تر خپلو سرحدونو ونه وځي.»

له هغه وروسته چي څو واري د سوريې له خاوري پر ترکيې باندي توغندی وتوغول سوې، دغه هيواد له ناټو څخه وغوښتل چي له سوريې سره په سرحد کي د «پاتريوت» دافع هوا توغندی نصب کړي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په بيانيه کي راغلي دي: «د دغه [توغنديو] نصبول يوازي او يوازي د دفاع له پاره دي او په هيڅ صورت د دې له پاره نه نصبيږي، چي په سيمه کي دي پر الوتنو باندي بنديز ولگول سي.» په دې سره نو د ناټو هدف يوازي د ترکيې د خلکو او د دغه هيواد له قلمروه ملاتړ دئ.

د کيمياوي وسلو په اړه د لوېديځ اندېښنې

په لوېديځ کي ورځ تر بلي په دې اړه اندېښنې ډيريږي، چي د اسد رژيم له کيمياوي وسلو څخه کار وانه خلي. راسموسن وويل، چي که دمشق د پاڅونکوونکو پروړاندي له کيمياوي وسلو څخه کار واخلي «نړيواله ټوله به ډير ژر غبرگون وښيي».

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله هم اسد ته وفاداره ځواکونو ته خبرداری ورکړ، چي پر خپلو وگړو باندي د کيمياوي وسلو د استعمال په صورت کي به نړيوالي ټولني ته جواب ورکوي.

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما هم ويلي ول چي د کيمياوي وسلو استعمال به د زغملو نه وي.

د سوريې د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمخه ويلي ول، چي هيڅکله به د خپل هيواد پر وگړو باندي که چيري کيمياوي وسلې ولري، ونه کاروي.

د کارپوهانو په نظر کيدای سي چي سوريه په زرونو ټنه کيمياوي مواد ولري.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم