1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د پاکستان په خاوره کي ۳۰ تنه وسلوال وژلي دي

۱۳۸۹ مهر ۵, دوشنبه

ډير لږ داسي پيښيږي چي د افغانستان د خاوري څخه دي د ناتو ځواکونه د پاکستان په دننه کي زور پالونکي تر تعقيب او حملو لاندي ونيسي.

https://p.dw.com/p/PNPl
آيساف يادونه کړې چي دغو څرخي الوتکو د سرحد ها خوا ته په اوښتو سره د جګړې ټاکلي مقررات مراعات کړي دي.
آيساف يادونه کړې چي دغو څرخي الوتکو د سرحد ها خوا ته په اوښتو سره د جګړې ټاکلي مقررات مراعات کړي دي.انځور: AP

د ناتو په يوه خبرپاڼه کي چي پورن خپره سوې ده. راغلي دي چي د هغه تر مشري لاندي د نړيوال امنتيي مرستنديو ځواک آيساف دوو اپاچي ډوله الوتکو د جمعي په ورځ وروسته له هغه د افغانستان جنوب ختيځ کي د پاکستان پولي ته ور و اوښتي چي ياغيانو په خوست کي د افغان پوځ پر يوې امينتي پوستي باندي حمله وکړه.

د آيساف وياند بريدمن، Matt Summertsهم د دې خبر تائيد کړی چي څرخي الوتکو وروسته له هغي چي د پاکستان پولي ته واوښتي په بريدونو يي لاس پوري کړ.

هغه ونه ويل چي دغه څرخي الوتکي په کوم هيواد پوري اړه درلوده. خو Apaches ډوله الوتکو څخه يوازي د امريکا د متحده ايالاتو پوځ استفاده کوي.

تراوسه پوري د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان له دنني څخه د پاکستان په سرحدي سيمو کي د بې پيلوته الوتکو په واسطه د افغان طالبانو په شمول د زور پالونکو ډلو پرهډو باندي حملي کوي.

خو ډير لږ پيښ سوي دي چي پيلوټ لرونکي الوتکي دي د پاکستان د خاوري په دننه کي په عملياتو لاس پوري کړي.

آيساف په څپله پرونۍ خبرپاڼه کي يادونه وکړه چي دغو څرخي الوتکو د سرحد ها خوا ته په اوښتو سره د جګړې ټاکلي مقررات مراعات کړي دي.

د ناتو په وينا پاڼه کي زياته سوې ده چي پرون هم Kiowa ډوله دوې نورو څرخي الوتکي نوموړي سيمي ته واستول سوې او په خپلو بريدونو کي يې څلور ياغيان ووژل.

د رويترخبري آژانس چي د افغانستان په جګړه کي له دغو نوو تحولاتو څخه رپوټ ورکړی وويل چي آيساف سمدلاسه ددې خبري تائيد نه دی کړی چي آياKiowa ډوله الوتکي هم د پاکستان پولي ته اوښتي دي که نه. د افغانستان په جنوب ختيځ کي د آيساف د ځواک دير زياته برخه امريکايي سرتيري جوړوي.

پر سرحدي سيمو باندي د امريکايي بې پيلوټه التکو هوايي بريدونو د پاکستان په دننه کي امريکايي ضد احساسات ترمخه تند کړي دي.

امريکايي چارواکي وايي چي بې پيلوټه الوتکي د ياغيانو پر ضد يوه ډيره اغيزمنه وسله ده. د هغو په حملو کي د طالبانو او القاعدې لوړ پوړي کسان وژل سوي دي.

که څه هم د پاکستان د خاوري په دننه کي د لويديځو ځواکونو عمليات کومه نوي خبره نه ده، خو د شمالي اتلانتيک د سازمان د تړون، ناتو، له خوا دا لومړي ځل دی چي په رسمي توګه ويل کيږي چي ځواکونو يې د پاکستان په خاوره کي د ياغيانو په وژلو لاس پوري کړی دی.

افغان حکومت وخت په وخت ويلي دي چي د پاکستان په دننه کي د ترهګرو هډي دي او له هغه ځاي څخه د افغانستان په دننه کي د افغان او نړيوالو ځواکونو پر ضد حملي کوي.

پاکستان که څه هم دا مني چي په سرحدي سيمو کي د ياغيانوهډې سته، خو ددې څخه انکار کوي چي د افغانستان پر ضد دي له زور پالونکو څخه ملاتړ کړي وي.

د مشهور امريکايي ژورنالست ‌Bob Woodward په نوي کتاب کي چي نن بازار ته وړاندي کيږي، ادعا سوې چي د پاکستان په دننه کي د د زرو پالونکو او ترهګرو پر ضد د جګړې لمن د څو کلونو را په دې خوا پراخه سوې ده.

په دغه کتاب کي د امريکايي سرچينو له خولي ادعا سوي چي د CIA تر لار ښوني لاندي يو 3000 کسيږ پټ افغان کومانديي ځواک له اتو کلونو را په دي خوا د پاکستان په دننه کي د ترهګرو پر ضد عمليات کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل