1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ناټو د یوه مظنون «آلماني» نیول تأيید کړي دي

۱۳۹۶ اسفند ۱۰, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو «پریکړنده ماموریت» د هغه کس نیول تائید کړي دي چې ادعا کوي آلمانی دی. خو د هلمند د والي ویاند دویچه ویله ته وویل چې د نیول شوي شخص د تابعیت هویت لا تراوسه تثبیت نه دی.

https://p.dw.com/p/2tXKB
Afghanistan NDS Geheimdienst Sicherheitsbeamter
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/G. Habibi

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ناټو پریکړنده ماموریت، له خوا د پنجشنبې په ورځ د بریښنا لیک له لارې په استول شوي اعلامیه کې راغلي دي چې دغه «کس د افغانستان په توقیف کې دی».  په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې امریکایي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې خپلو افغان شریکانو ته په سلا مشورې ورکولو کې ونډه درلوده.

د هلمند د ولایت ویاند عمر ځواک، له دویچه ویله سره په یوه تلیفوني تماس کې هم د داسې یو شخص نیول تصدیق کړل چې د «افغانستان په ملي ژبو دري او پښتو» خبرې نه شي کولای.

ځواک وویل «په گرشک کې زموږ د امنیتي ځواکوانو په عملیاتو کې څلور تنه ژوندي نیول شوي دي چې په هغو کې یو دغه شخص هم نیول شوی چې تنها آلماني ژبه خبرې کولای شي. دا البته تر اوسه تثبیت شوې نه ده چې دی د آلمان هیواد څخه وي او یا آلمان پورې دې اړه ولري. دی په پښتو او دري ژبو خبرې نه شي کولای. زمونږ څیړنې روانې دي.»

ځواک زیاته کړه چې له دغه شخص څخه د زیاتو پلټنو له پاره هغه «د تحقیق لوړ مرکز» ته چې د ځواک په خبره په «کندهار» کې دی استول شوی دی. د هلمند د والي ویاند یادونه وکړه چې دغه شخص خپل ځان عبدالودود معرفی کړی دی، خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې آیا دا د هغه رښتینی نوم دی که نه. 

تر دې دمخه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو ویاند عبدالقیوم نورستاني ویلي وو چې دغه کس تر نیول کیدو وروسته د افغانستان استخباراتي ادارې ته سپارل شوی دی.

د نورستاني په خبره دغه شکمن آلمانی وګړی د طالبانو له نورو درو غړو سره په ګرشک ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

نورستاني دا هم ویلي وي دي چې دغه بهرنی وګړی له یوه کال راهیسې له طالبانو سره دی او له هغه سره داسې اسناد شته چې هغه د آلماني په توګه پیژني.

آلماني چارواکو لا تر اوسه پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې. په ټولنیزو رسنیو کې یوه لنډه ویډیو خپره شوې چې داسې بریښي چې د دغه کس تر نیول کیدو وروسته د موبایل تلیفون په واسطه اخیستل شوې وي. په دغه یوه دقیقه يي ویدیو کې نوموړی کس چې ږیره لري لیدل کیږي او په آلماني ژبه یوازې یوه جمله وایي.

په ویدیو کې یو کس له هغه څخه پوښتنه کوي چې آیا آلمانی دی او هغه په ځواب کې وایي «زه په آلماني ژبه خبرې کولی شم.» له دغې جملې څخه د هغه له لهجې څخه ښکاري چې آلماني یې مورنۍ ژبه نه ده.

تر دې دمخه نورستاني ویلی وو چې دغه جنګیالی مسلمان شوی او اسلامي نوم یې عبدالاحد دی.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې دا ډیر په ندرت سره پيښیږي چې د افغان طالبانو په لیکو کې دي اروپایان موجود وي. زیاته شوې چې په افغانستان کې زیاتره بهرني جنګیالي پاکستانیان، چیچنیان، عربان او یا د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي آسیا هیوادونو تاجکستان او ازبکستان سره تړاو لري.