1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: زموږ پر سرتیرو برید، د افغان ځواکونو روزنه نه زیانموي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ دوه رومانیایي ځانګړي ځواکونه هغه وخت ووژل شول چې د سیمه ییزو پولیسو دوو غړو پر هغوی باندې ډزې وکړې. د ناټو چارواکو ټینګار کړی چې دغه پیښه به د افغان ځواکونو د روزنې بهیر زیانمن نه کړي.

https://p.dw.com/p/1Ijuq
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د رومانیا د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې دوه عسکر يې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۷مه) هغه وخت ووژل شول چې په کندهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وو.

په افغانستان کې وخت نا وخت، افغان امنیتي ځواکونه پر خپلو نړیوالو ملګرو بریدونه کوي چې په اصطیلاح ورته «زرغون پر شین» بریدونه وایي.

دا برید په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر پلان باندې کره کتنه کوي.

پلان شوې ده چې د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د ناټو اوسنې میشت نیمایي سرتیري ووځي، چې له کبله یې کیدای شي د افغان ځواکونو د روزنې بهیر یو څه زیانمن شي. د ناټو ځینې جنرالان استدلال کوي چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ډیرو ځواکونو شتون ته اړتیا شته.

په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د هغوی پر ځواکونو باندې بریدونه به، د افغان ځواکونو د روزنې بهیر ته زیان و نه رسوي.

په اعلامیه کې راغلي دي: «موږ د افغانستان د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو روزنې، هغوی ته د مشورو ورکولو او مرستې بهیر ته دوام ورکوو.»

رومانیا په افغانستان کې د میشتو ۱۲۵۰۰ بهرنیو ځواکونو له ډلې څخه ۶۰۰ سرتیري لري. له بلې خوا بیا د کندهار چارواکو ویلي دي چې د برید کوونکو له ډلې څخه یو تن یې نیول شوی دی.