1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو عمومي منشي: ښايي په افغانستان کې وضعيت نور هم خراب شي

۱۳۹۷ آذر ۱۵, پنجشنبه

ناټو په افغانستان کې د تاوتریخوالي لمن د پراخیدو په اړه اندېښنه ښوولې ده. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې د وضعیت د ښه کیدو ترمخه ښایي نور خراب شي.

https://p.dw.com/p/39Ygq
NATO Gipfel Brüssel
انځور: Reuters/Y. Herman

د ناټو عمومي منشي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د ډسمبر پنځمه) په بروکسل کې د دغه پیمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د لا خرابیدو په هکله انديښنه ښوولې ده.

هغه ويلي دي چې ښایي د جګړې ښکیل اړخونه هڅه وکړي چې د سولې په احتمالي خبرو اترو کې خپل دریځ پیاوړي کړي. د هغه په خبره دغه بیلګه په نورو کړکیچونو کې هم مشاهده شوې ده.

د ناټو له پاره دغه تحول بې ربطه نه دی، ځکه چې له کلونو راهیسې د افراطي اسلامپاله قوتونو پر ضد مبارزه کې د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي. په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بیا پیاوړي کیدو او د داعش د حضور په غبرګون کې ناټو په دغه هیواد کې د خپلو ځواکونو شمیر ۱۶۰۰۰ ته لوړ کړ.

د ناټو د دغه ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او د تندلارو پر ضد جګړه کې سلا مشورې ورکول کیږي. آلمان بیا اوس په دغه ماموریت کې ۱۲۷۵ عسکر لري.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي چارو یوه بل جګپوړي چارواکي کورنېلیوس څیمرمن، د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې ویلي دي چې «ناټو په څرګند ډول پر خپل مسیر پاتیږي.» نوموړي ویلي دي: «موږ دې ته ژمن یو چې تر هغه وخته پاتې شو چې افغانان یي غواړي او تر هغه وخته چې دغه هیواد ته یوه سوله ایزه او با ثباته راتلونکي راشي.»

د افغان امنیتي ځواکونو په هکله د ناټو اندیښنه

په عین وخت کې د ناټو عمومي منشي د تندلارو پرضد جګړه کې د افغان امنیتي ځواک د زياتي مرګ ژوبلي په هکله اندیښنه ښوولې ده. ستولتنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې دا د دغه پوځي اتحاد له پاره یو دلیل دی چې «خپل حضور راکم نه کړي.» د هغه په خبره هدف به دا وي چې د افغان امنیتي ځواکونو توان او د بیا مقاومت ظرفیت لوړ کړل شي.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني، په نومبر میاشت کې ویلي ول چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو څه د پاسه ۲۸ زره کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسي افغان امنیتي ځواکونو له ناټو څخه د خپل هيواد امنيتي مسئولیت پر خپله غاړه اخيستی دی.

د ناټو د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره «د اقتصادي او لوژیستکي مرستو پر دوام» باندي ټینګار وکړ.