1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستانه د ازبکستان له لارې وځي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

ښايي د ناتو د سرمشرییزی په څڼده کې له ازبکستان سره هغه یو تړون لاس لیک شي چې له مخې ئې له افغانستان څخه د ناتو د پوځي تجهیزاتو زیاته برخه د نومړي هیواد له لارې وځي.

https://p.dw.com/p/14z2X

د المان د شپیګل آن لاین د معلوماتو له مخې د ناتو د غړو هیوادونو د پوځي تجهیزاتو زیاته برخه ښایي د افغانستان د شمالي ګاونډي هیواد ازبکستان، له لارې خپلو هیوادونو ته انتقال شي. د افغانستان د شمال د سیمو امنیتي مسئولیت  د المان د پوځ په غاړه دئ او د ناتو له دې تصمیم سره ښایي چې په المان باندې فشار زیات شي.

د نوموړې مجلې  په انترنتي خبري رپوټ کې راغلي دي چې د شیکاګو په غونده کې له ازبکستان سره ښایي په دې برخه کې یو لړ  پراخه  ترانزیتي موافقې لاس لیک شي. 

د ناتو څو ډیپلوماتانو شپیګل آن لاین ته د دغې خبرې پخلی کړی دئ چې له ازبکستان سره د داسې یو تړون ټول شرایط اماده شوي دي او ښایي د دوشنبې په ورځ د نوموړې غونډې په څڼده کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف، سره  دغه شرایط لاسلیک شي.

په رپوټ کی  زیاته شوې ده چې ښایي یواځې توغندي او نورو داسې مهماتو ته اجازه نه وي چې له دغې لارې وایستل شي، خو نور ټول پوځي تجهیزات که ټانکونه دي او که پوځي نقلیه وسایل ښایي د دغه تړون له مخي د ازبکستان له لاري اروپا او امریکا ته  بیرته انتقال شی.

ازبکستان د شیکاګو غوندې ته د میلمه په توګه بلل شوی دئ او د غونډې په دویمه ورځ (دوشنبه) کله چۍ د افغانستان په موضوع خبری کیږي نو دا هیواد به هم په غونډه کې گډون وکړي.

دا چې ولې ناتو دا پریکړه کړې ده چې د افغانستان د شمالي ګاوندي له لارې خپل پوځي تجهبزات وباسي، ښایی یو دلیل دا وی چی پاکستان له ناتو سره د اکمالاتو په لاره باندی لا تر اوسه لانجه لری.

له دې مخکې د امریکا متحده  ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي وو چې پاکستان د هرې لاریې پر سر له ناتو څخه  ۵۰۰۰ ډالر غوښتي دي، حال دا چې تر اوسه پورې د هرې لارۍ پر سر  ۲۵۰ ډالر پاکستان  ته د ترانزیتي مالیی په توګه ورکول کیدل.

ویل شوي دي چې د افغانستان د ماموریت له پیل څخه تر اوسه پورې ناتو ۱۲۰ زره کانتیره  پوځي تجهیزات و ۷۵ زره نقلیه وسیلي افغانستان ته استولی دی. ښکاره خبره ده چې د دومره پوځي تجهیزاتو بیرته ایستل د ناتو په تاریخ کې يوه دیره ستره ننګونه ده.

 له افغانستان څخه د ناټو د پوځي تجهیزاتو د ایستلو له پاره  له ازبکستان سره د یو داسې تړون له لاسلیکولو سره ناتو عملاً لته افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پاره یو مهم ګام اخلي، ځکه چې تر اوسه پورې څرګنده نه وه چې د شمالي اتلانتیک د تړون دغه سازمان به د هندوکش د غرو له لمنې څخه څرنګه بیرته ووځي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش