1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړه

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شبنې په ورځ په برکسل کې د افغانستان په اړه بحثونه وکړل. له بلې خوا افغان ولسمشر حامد کرزی، به د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره وویني.

https://p.dw.com/p/18LAX
انځور: Reuters

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ناټو د ټولو جنګي ځواکونو د وتلو نیټه ورځ تر بلې نزدې کیږي، نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې چې په وروستیو وختونو کې لا ډیرې خړې شوې دي، یو څه سره نزدې کړي. له بلې خوا افغان حکومت، امریکا متحده ایالات، قطر او یو شمیر نور هیوادونه هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره لاره هواره کړي او په دې ترتیب سره د افغانستان یوولس کلنې جګړې ته د سولې له لارې د پای ټکی کیږدي.

د ناټو په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم ګډون کړی وو.
د ناټو په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم ګډون کړی وو.انځور: AFP/Getty Images

په دې ترڅ کې به افغان ولسمشر د چهار شنبې په ورځ په بروکسل کې پر نورو سربیره د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني، او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیرې، سره یوه درې اړخیزه غونډه وکړي.

په وروستیو وختونو کې ولسمشر کرزی او نور افغان چارواکي پر پاکستان باندې د پخوا په پرتله ډیرې نیوکې کوي. افغان چارواکي پر پاکستان باندې تور لګوي چې د افغانستان د سولې د بهیر پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي. د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستی جنجال د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې د پاکستان له خوا د یوه دیوال او دروازې د جوړولو پر سر رامنځ ته شو. افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستان دغه دیوال د افغانستان په خاوره کې جوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې  د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راموسن، د سه شبنې په ورځ د افغانستان په ثبات کې د پاکستان ونډه ډیر اړینه وبلله. هغه وویل: «د پاکستان او نورو ګاونډیو له خوا یوه مثبته ښکیلتیا، په افغانستان کې د اوږد مهاله سولې او ثبات په راتلو کې ډیر مهم نقش لري. زه هیله لرم چې درې اړخیزې خبرې به د دغه شان ښکیلتیا له پاره لاره هواره کړي.»

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چاروا وزیر جان کیري، د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې ویلي وو چې هغه به هڅه وکړي چې په دغو خبرو اترو کې د پاکستان او افغانستان رضایت ترلاسه شي. هغه په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر ته په اشاره کولو سره ویلي وو چې روان کال د افغانستان له پاره ډیر اهمیت لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم تینگار وکړ چې آلمان او نړیواله ټولنه به افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پرې نه ږدي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم تینگار وکړ چې آلمان او نړیواله ټولنه به افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پرې نه ږدي.انځور: Reuters

پلان شوې ده چې ناټو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه راوباسي او په دې هیواد کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي. د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په اړه چې د افغان ځواکونو روزنه ده، خبرې اترې وکړې.

راسموسن د ناټو په غونډه کې وویل: «زه تمه لرم چې موږ به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د مناسب، همغږي او موثر ملاتړ له پاره ځینو موافقتو ته ورسیږو. دا به زموږ د ژمنې په اړه یو روښانه پیغام واستوي.»

راسموسن ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکې ماموریت په اړه به نور جزئیات او پرېکړې د روان کال تر پایه پورې وشي. هغه وویل چې د دغه ماموریت پیلیدل تر هر څه ډیر د افغان حکومت رضایت او بلنې پورې اړه لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم تینگار وکړ چې آلمان او نړیواله ټولنه به افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پرې نه ږدي. هغه زیاته کړه: «زموږ له پاره دا ډیره مهمه خبره ده چې تر هغه وروسته چې له افغانستان څخه جنگي ځواکونه وځي، دغه هیواد یوازې پرې نه ښودل شي.»

تر دې مخکې آلمان ویلي وو چې چمتو دی تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دوو کلونو له پاره په افغانستان کې خپل له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې سرتیري وساتي. آلمان ویلي دي چې دغه سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي، خو په جگړه کې به ونډه وا نه خلي.

د آلمان تر دې اعلان وروسته د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، د هغه ستاینه کړې ده او ویلی یې دي چې نور هیوادونه هم باید په ورته کار لاس پورې نه کړي.

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو وزیرانو د غونډې په نورې موضوعگانو کې په اروپا کې د ناټو د توغندیو د دفاعي سیستم نصبول او د سوریې شخړه هم شامله وه.