1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستان څخه د وتلو پر نوې طرحې غور کوي

۱۳۹۴ مهر ۳, جمعه

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه اوس له دغه هيواده د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر طرحي باندي له سره غور کوي ځکه اندېښنه لري چې که د سپیني ماڼۍ د پلان له مخې د ۲۰۱۶م کال تر پایه ټول ځواکونه ووځي د ياغيانو گواښ ډېر دی.

https://p.dw.com/p/1GdLf
انځور: Getty Images/L. Neal

امریکا متحد ایالات او پوځي متحدان اوس له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو پر نویو پلانونو باندي غور کوي. د والستريت ژورنال ورځپاڼي ویلي دي چې په دغه بررسي کې تر ۲۰۱۶م کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو پاتېدل هم شامل دي.

د امریکا متحدو چارواکو په حواله، والستریت ژورنال ویلي دي چې امریکایي جنرال جان کمپ بیل، سپیني ماڼۍ او ناټو ته پنځه وړاندیزونه استولي دي.

په دغو پلانونو کې تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم په افغانستان د ۱۰۰۰۰ ځواکونو ساتل، په افغانستان کې د میشتو ځواکونو شمیر ۸۰۰۰ ته راکښته کول، د ځواکونو د شمیر سم نيمی کول، او یا هم د اوسني پلان له مخې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پوري له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ایستل شامل دي.

والستریت ژورنال ویلي دي چې د ځواکونو د شمیر ډیر راکښته کول کیدای شي چې افغان حکومت د طالبانو او نورو یاغي ډلو تر بریدونو لاندی راشي. د دې ورځپاڼي په حواله تر اوسه پوري د پنتاګون له خوا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په پلان کې د بدلون په اړه څه نه دي ویل شوي.

والستریت ژورنال ویلي دي چې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د ګړندي وتلو تجربې چه له کبله یې په دغه هیواد کې د اسلامي دولت جنګیالیو زور واخیست، دا بحث رامنځ ته کړی دی چې باید په افغانستان کې هم ورته اشتباه تکرار نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب