1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له روسیې سره د افغانستان پر موضوع غږیږي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د ناټو چارواکي به د اپریل پر ۲۰مه نیټه له دوو کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره له روسیې سره رسمي خبرې اترې وکړي. د اوکراین کړکیچ او افغانستان د خبرو اترو د اجندا په سر کې دي.

https://p.dw.com/p/1IU0S
NATO-Flagge
انځور: DW/B. Riegert

د ناټو یوې ویاندې ویلي دي: «دا به د تل په څیر کار نه وي، خو موږ ډیالوګ ته اړتیا لرو.»

روسیې او ناټو په وروستیو کلونو کې هیڅ کله هم خپلې اړیکې په رسمي توګه نه وې شلولې، خو د ۲۰۱۴ کال له جون میاشتې راهیسې بیا مسکو او د ناټو چارواکو یو له بل سره په رسمي توګه نه وو لیدلي. د اړیکو د ترینګلي کیدو لامل په اوکراین کې د روسیې مداخله او د ځان سره د کريميا الحاق وو چې د ناټو د غړو هیوادونو نیوکې یې راپارولي دي.

اوس دواړو اړخونو د سفیرانو په کچه په بروکسل کې د ڼاتو-روسیي په شورا کې د خبرو اترو له کولو سره موافقه کړې ده.

که څه اوس هم روسیه او لویدیځ هیوادونه د اوکراین په موضوع کې یو له بل سره په تقابل کې دي، خو دغه غونډه به د تصادفي مخامخي د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې ناټو په ختیځې اروپا کې خپل پوځي حضور له سړې جګړې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسوي، د دې سازمان چارواکي غواړي له روسیې سره خبرې اترې وکړي چې په راتلونکې کې کومه غلط فهمي رامنځ ته نه شي.

ناټو د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې له روسیې سره خپلې ټولې عملي همکارۍ په اوکراین کې د مسکو د لاسوهنې پر وړاندې د احتجاج په توګه وځنډولې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب