1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له پاکستانه د سرحد پرانیستلو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، په غیر مستقیم ډول ويلي دي چي که پاکستان د ناټو پر مخ خپله پوله خلاصه نه کړي نو کیدای شي چي د افغانستان په هکله په خبرو اترو کي له گډون څخه بې برخه شي.

https://p.dw.com/p/14uFX
انځور: picture-alliance/dpa

راسموسن چي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي ئې خبري کولې په ښکاره ډول د شیکاگو په غونډه کي چي د می د میاشتي پر ۲۰ او ۲۱ نیټو جوړیږي د پاکستان د گډون په اړه څه ونه ویل.

پاکستان د تیر کال د نومبر په میاشت کي د ناټو په یوه هوایي برید کي د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپل سرحد وتاړه.

راسموسن دې خبري ته اشاره وکړه چي هغه هیوادونه چي د ناټو پر وړاندي ئې خپلي اکمالاتي لاري پرانیستي دي، هغوی ته د شیکاگو په غونډه کي د گډون بلنه ورکړل شوې ده.

راسموسن وویل: «په حقیقت کي موږ د افغانستان يو شمېر ګاونډيو هيوادونو، د مرکزي اسيا هيوادونه او روسيې ته بلنه ورکړې ده، ځکه چي هغوی زموږ د عملیاتو له پاره مهمي ترانزیتي اسانتیاوي برابروي.»

راسموسن پخپلو خبرو کي وړاندي وویل چي ناټو اوس هم له پاکستان سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي چي د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپله پوله پرانیزي. د راسموسن په وینا په حقیقت کي دا د اندیښنې وړ موضوع ده.

پاکستان د ناټو د اکمالاتي لاري د خلاصولو له پاره له متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چي د سرتیرو د وژل کیدو د پيښي له امله په رسمي توگه بخښنه وغواړي او پر دې سربیره دي د افغانستان سرحد ته څیرمه د پاکستان پر قبایلي سیمو باندي د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د پای ټکی کښېږدي. خو کيدای سي د هغوی دغه دواړي غوښتني و نه منل شي.

پاکستان د سرتیرو د وژل کیدو د پيښي پر وړاندي د غبرگون په توگه د تیر کال د ډسمبر د میاشتي پر پنځمه نیټه په بن کي د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کي هم گډون و نه کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش