1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو يو ځل بيا پاکستاني سرتيري ټپي کړل

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

پاکستان کي د اسامه د وژني وروسته د پاکستان او امريکا اړيکي خړي شوي.امريکا د دغو اړيکو د سمولو په کوښښ کوي. خو يوازي په تيرو دوه ورځو کي د امريکايي او ناټو د بريدونو په پاکستان کي 10 کسان ووژلي

https://p.dw.com/p/11Han
د ناتو څرخی الوتکه
د ناتو څرخی الوتکهانځور: picture-alliance/dpa

يو چارواکي وايي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پولي کي د ناټو د څرخي الوتکي څخه د ډزو له وجي دوه پاکستاني سرحدي سرتيري نن «سه شنبه» ټپي شوي.

د ناټو دغي څرخي الوتکي د شمالي وزيرستان به دته خيل سيمي کي د آدمکوټ پر پوستي ډزي کړي.

دغه چارواکي زياتوي چي هټکل کيږي چي په دغي سيمي کي د القاعدي او طالبانو اډي موجود وي.

دغه چارواکي چي د هويت د نه بربنډيدو په شرط يي خبري کولي وويل: «د ناټو څرخي الوتکه د 20 دقيقو لپاره د پاکستان په فضا کي پاتي شوه. خو دغه څرخي الوتکه بيا هغه وخت بيرته د افغانستان په لور روانه شوه چي پاکستان پوځي الوتکو د دي په لور حرکت وکړ.»

دغه پيښه دوه اوني وروسته له هغي منځ ته راځي چي امريکايي پوځيانو د پاکستان د پالازميني په 50 کيلومتري کي د القاعدي تروريستي شبکي مشر، اسامه بن لادن، ووژه.

د اسامه بن لادن وژني، د پاکستان او امريکا تر منځ اړيکي خړي کړي ځکه چي پاکستان وايي د اسامه د وژلو د عملياتو څخه يي خبر نه درلود او دا د دغه هيواد ملي حاکميت تر پښو لاندي کول دي.

د امريکا د سنا د بهرنيو چارو د کميتي مشر، جان کيري، پاکستان ته رسيدلي ترڅو د دواړو هيوادونو ترمنځ ستونزي له منځه يوسي او اړيکي يي يو ځل بيا پښواني حالت ته راولي.

دا په داسي حال کي ده چي پرون يوي امريکايي بي پيلوټه الوتکي پر پاکستان ډزي وکړي چي په پايلي کي يي 12 کسان ووژل شول. د وژل شويو کسانو هويت لا نه دي برنڼډ شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمدولي اڅکزي