1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو پر کندهار باندي تعروضي عملياتو ته تياری نيسي

۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کي د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټينلي ميک کريسټل خبر ورکی، چي د کندهار عمليات به د هلمند د نظامي عملياتو سره په ډيرو برخو کښي شباهت ولري...

https://p.dw.com/p/Mx7E
بهرني ځواکونه پر جنوب باندي تعروضي عملياتو ته تياری نيسي
بهرني ځواکونه پر جنوب باندي تعروضي عملياتو ته تياری نيسيانځور: AP

د امريکا د جمهوررييس امنيتي مشاور او د ناټو پخوانی عمومي قومندان جيمس جونس، دا د افغانستان په نظامي عملياتو کښي يوه مهمه ستراتيژيکي لحظه بولي.

ناټو غواړي د ډيرو غټو عملياتو د لاري په کندهار کښي د طالبانو قدرت مات کي.کندهار د طالب جنګياليو يو مهم مرکز دی.

په افغانستان کي د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټينلي ميک کريسټل خبر ورکی، چي د کندهار عمليات به د هلمند د نظامي عملياتو سره په ډيرو برخو کښي شباهت ولري.

دی وايي، چي خبره پر ښه حکومتي رهبرۍ او د خلګو دپاره پر ډير امنيت باندي ده ،تر څو هغوی په ډاډه زړه او امنيت کښي ژوند وکولای سي.

«جمهوررييس بارک اوباما30000 نور عسکر افغانستان ته ولېږل.دا په دې معنی چي دپلان سوو نظامي عملياتو دپاره به اضافه قوتونه هم موجود وي.»

په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل
په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټلانځور: picture-alliance/dpa

جنرال ميک کريسټل وايي، چي طالبان د کندهار ښار په شاوخوا او خصوصاً د کندهار په ښار کښي فعاله دي،چي د هغه چاره بايد وسي.

«زه ددې انتظار نه لرم، چي پر کندهار باندي يو سخت جنګ ومښلي. زه دا ګمان کوم چي د ښار په شاوخوا او اطرافو کښي به ډير ځايونه وي، چي طالبان د خپلي اغيزي اچولو په خاطر پکښي جنګيږي. خو ناټو پر دې حساب نه کوي، چي د کندهار په ښار کښي به لکه د عراق د فلوجې او بغداد د ښارو غوندي کور په کور جنګ رامنځته سي.»

جنرال ميک کريسټل وايي، چي امنيت به تدريجي، خو په دايمي ډول سره ښه سي.

«مهمه داده چي نظامي ځواکونه د هغو سيمو او ولسواليو څخه، چي د طالبانو څخه يې نيولي دي، بيرته را ونه وزي. لکه د هلمند په نظامي عملياتو کښي دلته به هم په هغه ډول تر سره سي.»

کريسټل زياتوي، چيري چي موږ ځو،هلته پاتيږو هم ،او چيري چي موږ يو هغه جوړو هم. ځکه لکه څنګه چي په ناټو کښي ډيری په دې نظر دي، چي کندهار به هم لکه نور افغانستان يوازي د نظامي لاري تسليم او ونه ګټل سي.

کندهار چي پښتانه پکښي اوسيږي، اکثريت قبيلې او قومونه يې ډير مذهبي او محافظه کاره دي، او د غربي ايډيالوژۍ څخه ډير ليري دي. ځکه نو دوی طالبانو ته د فکري لحاظه هم ډير ورنژدې دي، او طالبان هم زيادتره جنګيالي ددغه ځای څخه اخلي.

پداسي حال کښي چي د خارجي ځواکونو د نظامي عملياتو په نتيجه کښي زيادتره قربانيان دوی ورکوي، ولي د بين امللي کومکو څخه لږ مستفيد کيږي.

ولسمشر حامد کرزی په کندهار کي د قومي مشرانو او سينږرو غوښتنو او نيوکو ته غوږ دی
ولسمشر حامد کرزی په کندهار کي د قومي مشرانو او سينږرو غوښتنو او نيوکو ته غوږ دیانځور: AP

کرزی چي پخپله د کندهار دی، ناسکه ورور يې د ولايتي شورا رييس دی، چي کندهار يې د مخدره موادو د قاچاق په مرکز تبديل کړی، او رشوت او اختلاس پکښي خپل اوج ته رسيدلی دی.

جمهوررييس کرزي په تيرو اونيو کښي پر لويديز هيوادنو باندي د سختو انتقادو نو د لاري کوښښ وکۍ، چي په افغانانو کښي يې احترام او ملاتړ ډير سي.

ده د اپريل پر پنځمه په کندهار کښي د زرو تنو قومي مشرانو په يوه غونډه کښي ځان د افغانانو د علاقه منديو مدافع او نه د لويديز د لاس آله وبلی.

«پدې ورځو کښي پرديان په کندهار کښي د نظامي عملياتو څخه خبري کوي. آيا تاسي په هغه باندي تشويش نه لرۍ. که تاسي هغه ونه غواړۍ، نو کم عمليات به تر سره هم نسي.»

خو د آيساف قومندان ميک کريسټل دغه خبري جدي نه نيسي. دی هم د مشرانو دغي غونډي ته ورغلی ؤ، تر څو په کندهار کښي د سياسي لحاظه نظامي عملياتو ته آمادګي رامنځته کي.

دغه عمليات چي د افغاني ځواکونو سره یو ځای تر سره کيږي امکان لري د جون په مياشت کي پيل او په اګست کي د روژې تر شروع کيدو د مخه پای ته ورسيږي.

Bosse, Ulrike/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل