1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په اروپا کي د چټک غبرگون ځواک جوړوي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۴, جمعه

ناټو د اروپا د ختیځ له پاره د یوه گړندي ځواک او همداشان د بیا رغاوني د یوه پلان د جوړولو پریکړه کړې ده. دغه خبره د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسمن په وېلز کې د ناټو سرمشریزي غونډي په دوهمه ورځ وکړه.

https://p.dw.com/p/1D7lQ
انځور: picture-alliance/dpa/Jens Wolf

د پولنډ د لومړي وزیر دونالد توسک، د معلوماتو له مخې ښایي د گړندي ځواک دغه شمیر تر ۵۰۰۰ کسانو پوري وي. پر دې سربیره د اوکراین په ختیځ کې د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره د سپینې روسیې په پلازمېنه مېنسک د کيف د مشرتابه او بېلتون غوښتونکو ترمنځ وهکړه سوې ده.

د روسیې د زور پر وړاندې د مقابلې له پاره د ناټو مشرانو د جمعې په ورځ یو پلان تائید کړ چې له مخې به یې د اروپا په ختیځ کې په زرونو سرتیري ځای پر ځای کړل شي. دغه ځواکونه به په سیمه کې د ناټو متحدینو ته د یوه گواښ په صورت کې چټک غبرگون ښيي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن په خپلو خبرو کې وویل چې نوي قطعات به یوه باالقوه تیري ته څرگند پیغام واستوي. هغه د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسېده وويل: «که چیري تاسې پر یوه متحد باندې آن د برید فکر هم کوئ، نو له ټول اتحاد سره به د مخامخ کیدو په معنا وي.» هغه په خپلو څرگندونو کې له روسیې څخه غوښتنه وکړه چې د سولي لار غوره کړي. هغه وویل: «موږ له روسیې څخه غواړو چې له ټکر څخه پر شا شي او د سولي پر لار روان شي.»

د ناټو په دغه سرمشریزه کې د یوه گړندي ځواک د رامنځ ته کولو له پاره تړون د بحث اصلي موضوع وه، چې څرنگه په اوکراین کې د روسیې لمسون ته ځواب وویل شي. دا چې اوکراین د ناټو غړی هیواد نه دی نو د روسیې دغسې یو گام د مرکزي او ختیځي اروپا په هیوادونو کې داسې اندېښنې رامنځ ته کړي دي چې ښایي دوی هم د کریملن له یوه ورته اقدام سره مخامخ شي.

ناټو، د آلمان صدراعظمې او همداشان د نورو حکومتونو مشرانو ویلي دي چې له اوکراین سره د خپل ملاتړ ډاډ څرگندی کړی دی. د آلمان صدراعظمې ویلي دي: «موږ د اوکراین ملاتړ کوو او له هغوی سره خواخوږي څرگندوو. موږ دې ته چمتو یو چې د اضافي بندیزونو په لگولو سره پر خپلو سیاسي غوښتنو ټینگار وکړو. خو دا پیغام هم استول غواړو چې موږ سیاسي حل غواړو او دې ته چمتو یو چې له روسیې سره په دې هکله خبري وکړو، تر ټول زیات د اوکراین ولسمشر دې ته لیوال دی.»