1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي د ماموریت په اړه بحث کوي

بروکسل نجيب الله زیارمل۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډي په اجندا کي د افغان امنیتي ځواک د مالی ملاتړ په اړه سلا مشورو ته هم ځای ورکړی سوی دئ. غونډه نن پيل سوه او سبا به هم دوام وکړي. د افغانستان په اړه بحث به سبا پيل سي.

https://p.dw.com/p/1HEaI
NATO berät über Lage der Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand

په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل سوه. په غونډه کي پر نورو نړيوالو مسايلو سر بيره د افغان امنيتي ځواکونو پر مالي ملاتړ بحث کيږي او تمه کيږي چي له افغانستان سره پر خپله دوامداره ملګرتيا به ټينګار وکړي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د روان کال په می مياشت کي د ترکيې په انتاليا کي پر دې باندي خبري کړي وې چي څرنګه کولای سي په افغانستان کي د «بشپړ ملاتړ» تر ماموريت وروسته له دغه هيواد سره پر اوږدمهاله ملګرتيا ټنګار وکړي.

د ناټو په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ګډون ولري. ناټو په پام کي لري چي تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په غونډه کي به د افغانستان په اړه پر دې باندي خبري وسي چي تر ۲۰۱۸م کال وروسته به د افغان امنيتي ځواک ملاتړ څرنګه کيږي؟ په پام کي ده چي تر ۲۰۲۰م کاله پوري د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ او روزني ته ادامه ورکړل سي.

ناټو څه موده دمخه ويلي ول، چي دوی به د افغانستان په اړه هغه مهال پريکړه وکړي چي په دغه هيواد کي په اصطلاح د جنګ موسم ختم سي: «موږ غواړو چې وضعیت د روان جنگي فصل تر ختمیدو وروسته ارزیابي کړو.»

د ناټو په نظر که څه هم روان مېلادي کال د افغانستان له پاره ډېر له ستونزو ډک وو،«خو بیا هم ښه تېر سو.»