1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي د يوه بل ماموريت پلان جوړوي

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) غړي هیوادونه اوس پر داسي يوه پلان باندي کار کوي، چي له مخي ئې تر دوی وروسته په ۲۰۱۵ کال کي يو بل ځواک په افغانستان کي د دوی ځای ونيسي.

https://p.dw.com/p/16IWO
انځور: Reuters

د لوېديځو هيوادونو د دفاعي چارو وزيران به د رواني اکتوبر د مياشتي پر نهمه او لسمه نیټه په بروکسل کي د دغه پلان پر سره سلا مشورې وکړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د میاشتې لومړۍ نیټه) په بروکسل کي خبريالانو ته وويل، چي دا به په هيڅ صورت کي يو پوځي ماموريت نه وي. هغه زیاته کړه: «دا زموږ ليوالتيا څرگندوي چي له خپلو شريکانو سره يو ځای کار وکړو.»

د اروپايي اتحاديې د معلوماتو له مخي د دې کار له پاره د ناټو تړون له غړو هيوادونو پرته نور هيواونه سته چي په هغه جمله کي د اروپايي اتحاديې داسي هيوادونه لکه فنلند او سويدن هم شامل دي دغه ماموريت ته اوږه ورکړي.

ناټو په ۲۰۱۴ کال کي په افغانستان کي د طالبانو پر وړاندي پوځي ماموريت پای ته رسوي او خپل ټول جنگي سرتيري له دغه هيواده راباسي.

په پلان کي ده، چي تر هغه وخته نزدې ۳۵۰۰۰۰ کسيز افغان امنيتي ځواک وروزل سي، او د هيواد ټولي امنيتي چاري پخپله افغانان پر غاړه واخلي.

دا چي تر ناټو ځواکونو وروسته به په افغانستان کي دغه غير پوځي ماموريت څومره پراخ وي تر اوسه پوري معلومه نه ده.

د ناټو د عمومي منشي راسموسن، په خبره د دې پلان په اړه نور جزئيات کيدای سي د راتلونکي کال په لومړيو کي معلوم سي، او بشپړ پلان به د ۲۰۱۳ کال تر پايه پوري وړاندي سي.

د کارپوهانو په نظر افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري د دې جوگه نه دئ، چي د هيواد امنيتي چارو ته په يوازي سر اوږه ورکړي.

څو ورځي دمخه د هيلمند ولايت د هغو ولسواليو اوسېدونکو چي امنيتي چاري ئې افغان امنيتي ځواک ته سپارل سوي دي، شکايت کاوه، چي په سيمه کي ئې ستونزي نوري هم ډيري سوي دي.

د دوی په خبره له سيمي څخه ئې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره امنيت ډير خراب سوی دئ، او د بيا رغاوني چاري په ټپه درېدلی دي.

Dpa/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم