1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کی د القاعدی بیا فعالیدل ردوی

۱۳۹۰ فروردین ۱۹, جمعه

ناتو وروسته له هغي دا خبره وکړه چي يوی امريکايي ورځپاڼي د افغانستان ختيځ ته د القاعدي د شبکي د بيرته ستيدو يو خبر خپورکړ.لس کاله مخکي هم القاعدی په توره بوره کي يوه ستره اډه درلوده، چیرته چی د هغی مشراسامه بن لادن پټ ؤ

https://p.dw.com/p/RGMi
انځور: AP

په افغانستان کي د ناټوترمشري لاندي ځواکونه هغه رپوټونه ردوي چي ګني القاعده دي بيرته په افغانستان کي سره راټوله شي. هغوي وايي چي د هيواد په ختیځو برخو کي د دغی ډلی اورپکی تر فشارلاندي دي

ناتو د هغه یو رپوټ په وړاندی ډیر ژر غبرګون ښکاره کړ چی ګواکی د القاعدی ترهګره شبکه د افغانستان ختیځو برخو ته «د بیرته ستنیدو» په حال کی ده.

د ايساف د ځواکونو وياند ډګرمن جون ډورين په يو خبر پاڼه کي وویل : « دالقاعدي ځینی فعالیتونه په دي معني نه دي چي دغه شبکه بيرته په یوی قوی بدلیږی.»

يوي امريکايي ورځپاڼي وال سټريټ د چهارشنبي په ورځ په خپل يوه تازه رپوټ کي ویلی دی چي د القاعدي عرب جنګيالي د افغانستا ن ختيځی برخی کي چي د پاکستان پولي ته څيرمه پرته ده ، سره په را ټوليدو دي.

ورځپاڼي ليکلي چي دافغانستان په ختيځ کي د سپيتمبر په مياشت کي د امريکايي جيټ الوتکو لخوا د القاعدي په مرکز بمباري دا ښيی چي دا شبکه بيرته د فعاليدو په حال کي ده.

ډورين وویل « دا يوه مبالغه ده چي ووايو چي ګني القاعدي په افغانستان کي بيرته فعاله شوي ده». هغه زياته کړه « په نږدي وخت کي القاعده د پخوا په څير د کمپونو په لټه بوخت وه،چيري چي دوي غواړي خپل روزنيز کمپونه جوړ کړي. خو لکه څنګه چي هغوي پوهيږي ايساف سيمه له نږدي څخه څاري او مونږ د داسي روزنيزو مرکزو په لټه يو.»

خو د امریکایی ورځپاني د معلوماتو له مخی په تيرو شپږو مياشتو کښي القاعدې د کونړ ولايت په کوړنگل ولسوالۍ کي بيرته د خپلو مرکزونو او روزنيز کمپونو په جوړولو لاس پوري کړي.

ویل شوی دی چی دغی سيمي ته د القاعدې اورپکو ستنېدل وروسته تر هغه پيل شول چي امريکايي ځواکونو د سیمی امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته وسپاره.

آژانسونه/ سید ریاض

کتونکی: عبدالباری حکیم
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل